تاند، پنجشنبه، د عقرب ۳۰مه: د مشترک المنافع هېوادونو اوومه ناسته د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب په ګډون پیل شوه.

دغې غونډې ته په وینا کې حمدالله محب د افغانستان په اوسني وضعیت، له ترهګرۍ سره په مبارزه، د داعش ډلې د ماتې او سیمه ییزې همغږۍ د اړتیا په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي محب له دې ناستې سره په خوا کې د قرغیزستان د ملي امنیت له مشاور دیمیر ساګین بایوف سره هم لیدنه کړې چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د پراختیايي پروژو د تطبیق په اړه تړونونه هم وشول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *