تاند، پنجشنبه، د عقرب ۳۰مه: د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد تېره ورځ د متحده عرب اماراتو له ولیعهد شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره په ابوظبۍ کې کتلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو په اړه ورسره غږېدلی دی.

ملي دفاع وزارت وايي، د اماراتو وليعهد په دې لیدنه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام په اړه ټینګار کړی دی.

اسدالله خالطد همدا راز د اماراتو د امیر د خاص استازي شیخ سلطان بن زاید النهیان په فاتحه کې هم ګډون کړی او د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني هم نن سهار اماراتو ته تللی او د شیخ سلطان په دعائیه کې به برخه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *