تاند، پنجشنبه، د عقرب ۳۰مه: د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي، په ۲۰۱۹ کال کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ ۳۳ سلنه کمه شوې ده.
د دغه سازمان راپور وايي، په ۲۰۱۷ کال کې ۹۸ زره افغانان او په ۲۰۱۸ کال کې ۳۲ زره افغانان له پاکستان څخه راستانه او یا هم اخراج شوي وو، خو سږ کال له جنورۍ څخه تر اوسه پورې یوازې ۱۰ زره افغانان له پاکستان څخه راګرځېدلي دي چې دا شمېره ۳۳ سلنه کموالی ښيي.
راپور وايي، په تېر ۲۰۱۸ کال کې له جنورۍ څخه تر جون میاشتې پورې ۱۵ زره او ۳۷۹ افغانان له پاکستان څخه اخراج او راستانه شوي وو.
په راپور کې راغلي چې دا مهال په پاکستان کې ۱ میلیون او ۳۰۰ زره ثبت شوي او ۱ میلیون او ۱۰۰ زره بې اسنادو افغان کډوال دېره دي.
برعکس د (IOM) سازمان په تازه راپور کې بیا ویل شوي چې پخوا به له ایران څخه لږ تر لږه د کال ۴۰۰ زره کډوال راستنېدل، مګر په تېر ۲۰۱۸ کال کې دا شمېر۷۷۰ زرو ته لوړ شو، خو سږ کال په دې برخه کې هم ۴۰ سلنه کموالی راغلی دی.