تاند، پنجشنبه، د عقرب ۳۰مه: د مالیې وزارت وايي، د دولتي ادارو د مصارفو د راکمولو په لړۍ کې یې له دفاعي او امنیتي سکټورونو څخه ۳۲۴ میلیونه ډالر بودیجه کمه کړې ده.

 مالیې وزارت وايي، د افغانستان کلنۍ دفاعي او امنیتي بودیجه ۵ نیم میلیارده ډالر ده چې له دې منځه یوازې ۵۰۰ میلیونه ډالر یې له ملي بودیجې څخه ورکول کېږي، پاتې پیسې یې له بهرنیو مرستو پوره کېږي.

 د دې وزارت اداري معین عبدالحبیب ځدراڼ نن له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، دا مهال تر ټولو زیاته کلنۍ بودیجه دفاعي او امنیتي وزارتونو ته ورکول کېږي، خو دوی لازمه وبلله چې له کورنیو چارو او دفاع وزارت څخه د سنجول شویو معیارونو په اساس ۳۲۴ میلیونه ډالر بودیجه راوګرځوي.

  په دې اړه خبري کنفرانس کې د مالیې وزارت سپما د کمېسیون رئیس فضل وهاب ممتاز زیاته کړه، دا مهال د امنیتي سکټور لپاره په بېله شوې بودیجه کې ۶۷ سلنه پيسې دفاع وزارت او ۳۳ سلنه بودیجه د کورنیو چارو وزارت ته ورکول کېږي.

ښاغلي ممتاز زیاته کړه افغان حکومت غواړي چې په راتلونکو دریو کلونو کې له دفاعي او امنیتي سکټور څخه یو میلیارد ډالر بودیجه سپما او راوګرځوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر څه موده وړاندې امر کړی وچې له دولتي خپلواکو ادارو او وزارتونو څخه دې د اداري فساد د مخنیوي لپاره په مؤثر ډول بودیجه راوګرځول شي او ملي خزانه کې دې سپما شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *