تاند، پنجشنبه، د عقرب ۳۰مه: سور صلیب نړیواله کمېټه وايي، نن پنجشنبه ورته طالبانو هغه لس تنه افغان سرتېري وسپارل چې په هلمند کې برمته او اوس یې له غربي استادانو سره یو ځای د خوشې کېدو هوکړه شوې وه.
د سره صلیب د استازو د کمېټې مشر خوان پدرو شایر وايي، دغه لس سرتېري ورته طالبانو د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې سپارلي او دوی د طالبانو له نفوذي سیمو څخه په خوندي ډول دا لس خوشې شوي افغان سرتېري د هلمند د والي دفتر ته رسولي دي.
ښاغلي شایر ویلي، د افغان سرتېرو د راخوشې کولو په برخه کې یې د طالبانو او حکومت تر منځ له یوه لوري څخه بل لوري ته د سرتېرو د رارسولو بشردوستانه رول لوبولی او په دې اړه سور صلیب د هیڅ ډول مذاکراتو برخه نه و.
د سور صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې له ۱۹۷۹ کال راهیسې فعالیتونه کوي، خو سږ کال یې تر څو میاشتو پورې طالبانو په افغانستان کې فعالیتونه منع اعلان کړي وو.
طالبانو دغې کمېټې ته لس تنه افغان سرتېري په داسې حال کې سپارلي چې د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو د خوشې کولو تر څنګ یې د ښه نیت له مخې د افغان سرتېرو د خوشې کولو اعلان هم کړی و، خو د یادونې ده چې له دې وړاندې افغان حکومت د ښه نیت لپاره د حقاني شبکې درې مهم غړي طالبانو ته تر قطر پورې رسولي او ورخوشې کړي وو.