تاند، پنجشنبه، د عقرب ۳۰مه: د ناټو سرمنشي ټینګار کړی چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیونونه دې د رایو سمې شمېرنې او په خپلواک ډول د پایلو اعلان ته پرېښودل شي.

 ښاغلي سټولټنبرګ په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په وینا کې ویلي، ناټو په افغانستان کې د خپل ماموریت دوام ته ژمنه ده.

 ښاغلي سټولټنبرګ همدا راز د طالبانو لخوا د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو د راخوشې کولو هرکلی هم کړی دی: (( موږ د ولسمشر غني د جرائتمندانه پریکړې هرکلی کوو، چې درې طالب بندیان یې خوشې کړل، ځکه دا به د مذاکراتو بیا پيل ته لار هواره کړي او د افغان بحران د حل لپاره به زمینه سازي وکړي.))

 ښاغلي برګ همدا راز یو وار بیا ټینګار وکړ چې ناټو به له افغان امنیتي ځواکونو څخه د مالي، امکاناتو او روزنې د ملاتړ ماموریت ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *