تاند، جمعه، د قوس لومړۍ: د امریکا د سنا جرګې دوه غړو باب منینډیز او او تادیانګ په ګډه داسې یوه لایحه جوړه کړې ده چې له مخې یې د امریکا کانګرس وکولی شي د افغانستان د سولې په پروسه خپل څار وساتي.
دغه دوه سناتوران وايي، خپله لایحه یې د جمهوري خواهانو او دیموکراتانو په استازیتوب جوړه کړې ده تر څو کانګرس د افغانستان د سولې په پروسه څار ولري او دا هېواد نه یوازې خپلې لاسته راوړنې وساتلی شي بلکې د ترهګرۍ په ځاله هم بیا بدل نه شي.
د لایحې له مخې د امریکا حکومت باید په افغانستان کې د سرتېرو د راکمولو او ویستلو هر ډول پروګرام له کانګرس سره په مشوره مخته بوځي.
سناتور باب منینډیز وايي، له دې سره هم مهاله چې امریکا په افغانستان کې عملیات راکموي دا ډاډ باید موجود وي چې دا هېواد بیا د ناورین ښکار نه ګرځي: (( موږ دا لایحه د دوه ګوندونو په استازیتوب جوړه کړې ده، چې په افغانستان کې د جګړې د سیاسي حل لپاره یوه مناسبه تګلاره ده.))
ښاغلی منینډیز وايي، په دې لایحه کې د افغانانو په تېره دمېرمنو او اقلیتونو حقونه خوندي شوي او نه پرېږدي چې افغانستان بیا ځل لپاره امریکا او متحدینو ته یې په ګواښ بدل شي.
په دې لایحه او تګلاره کې د بشر حقونو سربېره د قانون حاکمیت، د بیان او مدني ټولنې ازادۍ ته هم پام شوی او په کې راغلي چې طالبانو سره د سولې نهايي هوکړه باید تر لاسلیک وړاندې کانګرس ته واستول شي او د ترهګرۍ ضد ضمانتونه، د امریکايي ځواکونو خروج، افغاني مذاکرات او اوربند په کې ځای پر ځای شي.
د دې لایحې له مخې باید د امریکا حکومت په شپېتو ورځو کې یو ځل کانګرس ته له طالبانو سره د سولې د هوکړې راپور ورکړي تر څو معلومه شي چې طالبان خپلو ژمنو ته ژمن دي؟ له القاعده سره یې اړیکې شلولې دي که نه او اوربند یې مات کړی دی که نه؟
امریکا حکومت او دوی کانګریس پدی ښه پوهیږی چی پاکستان په افغانستان د جنګ د دوام لپاره له هری جنګی ډلی ملاتړ کوی مګر امریکا او کانګریس تر اوسه پاکستان د پوځ او استخباراتو په وړاندی هیڅ ډول عکس العمل ندی ښودلی یعنی ددی معنا دا چی دوی پدی جنګی پروژه کی ورسره شریک دی نغواړی چی افغانان د واقعی سولی او ثبات څښتنان شی