تاند، جمعه، د قوس لومړۍ: ولسمشر غني، د سیمې په کچه لومړنی ولسمشر شو چې تر ټولو وړاندې یې د سریلنکا نوي منتخب ولسمشر ګوټابایا راجپاکسه ته د بریا مبارکي وویله.

ولسمشر غني خپل سریلنکايي سیال ته د مبارکۍ تر څنګ په خپله دنده او مسوولیتونو کې د پرمختګ هیله ښودلې او د دوه اړخیزو دولتي اړیکو د لا ښه کولو او ژورتیا بلنه یې ورکړې ده.

ولسمشر غني ویلي، سریلنکا او افغانستان باید په همکارۍ سره د سیمې د ټولو ستونزو سره په مبارزه کې مخته ولاړ شي.

ولسمشر غني د سریلنکا ولسمشر ته د مبارکۍ په پېغام کې دا هم ویأي چې افغانستان به د سریلنکا د سولې له بریالي بهیر او تجربو څخه د افغان سولې په پروسه کې هم ګټه اخلي.

افغانستان او سریلنکا به ۱۹۵۸ کال کې دپلوماتیکې اړیکې جوړې کړې، خو په رسمي ډول افغانستان په ۲۰۱۳ کال په کولمبو کې سفارت پرانیست او له هغې یو کال وروسته سریلنکا هم په افغانستان کې خپله دپلوماتیکه استازولي جوړه کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *