زلمی خلیلزاد

تاند، جمعه، د قوس لومړۍ: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دریو طالب، لسو افغان او ۲ بهرنیو زندانیانو تبادله د سیاسي هوکړې د چارو د چټکتیا برخه کې هیله منوونکی ګام بللی دی.

خلیلزاد په خپل تازه ټویټ کې د طالبانو لخوا د ۱۰ افغان سرتېرو د راخوشې کېدو هرکلی کړی دی او ویلي یې چې طالبانو دا حسن نیت تر هغې وروسته وښود چې افغان دولت د طالبانو مهم بندیان ورخوشې کړل.

خلیلزاد هیله ښودلې چې د ټولو لوریو وروستي اقدامات به د تاوتریخوالي راکمولو او د سیاسي تفاهم د چټکتیا په برخه کې چې افغان حکومت، طالبان او نور افغان رهبران به هم په کې وي، ګټور ثابت شي.

خلیلزاد زیاته کړې، افغانان د سولې او امنیت په تمه دي او امریکا په دې برخه کې د افغانانو تر خوا ولاړه ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت زلمي خلیلزاد کابل او اسلام اباد ته د پرله پسې سفرونو په ترڅ کې د بندیانو د تبادلې په اړه د هوکړې لټه پیل کړې وه او بالاخره د تېرې دوشنبې په ورځ لومړی افغان حکومت طالب بندیان خوشې کړل، ورپسې طالبانو دوه بهرني استادان امریکايي لوري ته وسپارل او بیا یې تېره ورځ لس تنه افغان سرتېري هم راخوشې کړل.

دغې تبادلې ته ټولو لوریو د امید په سترګه کتلي او ویلي یې دي چې دا به په افغانستان کې د اوربند او سولې د راتلو پیلامه شي.

One thought on “خلیلزاد: افغانان سوله غواړي او موږ یې ترڅنګ ولاړ یوو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *