تاند، جمعه، د قوس لومړۍ: امریکا یو وار بیا ټینګار کړی چې په جګړه ځپلي افغانستان کې د هند مؤثر رول، نفوذ او پانګونې ملاتړ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د برخې مسوولې نانسي ایزو جیکسن تېره ورځ له خبریالانو سره په وینا کې ویلي، امریکا په افغانستان کې د هند د درناوي وړ او پایداره نتایجو سره د مل رول، پانګونې او مرستو هرکلی او قدردانی کوي.
دا په داسې حال کې ده چې هند له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې درې ملیارده ډالر لګولي او ګڼې ودانیزې پروژې لکه د افغانستان د ملي شورا وداني او سلما بند په څېر کارونه یې بشپړ کړي دي، خو پاکستان بیا په وار – وار په افغانستان کې د هند له نفوذ څخه اندېښنه ښودلې ده.
کچیری هند په افغانستان د بند او معادن په اړه تخنیکی مرسته وکړی اوهم زموږ تخنیکی کسان د ځان بساینی لپاره ګام پورته کړی مثبت خبره ده کچیری پخپله یی د خپلو انجنیرانو له لوری کوی مګر بیا مجبور یو چی کله تخنیکی ستونزه پیدا کیږی هند ته به خبر ورکوو بیا به هند حالاتو ته ګوری او مرسته به کوی زما په نظر چی تخنیکی مرسته وکړی او دلته په بندونو او معدنونو باندی سرمایه ګذاری وکړی او دلته د بیکاری په اړه یو ګام پورته کړی