تاند، جمعه، د قوس لومړۍ: د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، د انس حقاني او د هغه د دوه ملګرو خوشې کول یوه سخته او د ولس د ارادې خلاف پرېکړه وه.
ښاغلي صدیقي نن مازیګر په یو خبري کنفرانس کې وویل، ولسمشر غني یو له زړورتیا ډکه پریکړه وکړه چې د سولې په پروسه کې یو لوی پرمختګ رامنځته شي.
نوموړی وايي، ولسمشر انس حقاني او ورسره دوه نور ملګري یې ځکه خوشې کړل چې په افغانستان کې سوله تامین او تاوتریخوالی ختم شي.
ښاغلي صدیقي د ولسمشر غني او ولسمشر ټرمپ د تېرې شپې د ټلیفوني تماس په اړه هم وویل چې ولسمشر ټرمپ ویلي، د سولې مذاکرات بیا ځلي یوازې د اوربند په شرط پیلیدلی شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکايي، طالبانو او افغان حکومت تر منځ د بندیانو تبادلې د سولې په اړه هیله مندي زیاته کړې ده.
ټول ولس دلته سوله او ثبات او سوکالی غواړی چی هر څه دپاکستان له صداقت او مرستی نا ممکن دی هغه ځکه چی امریکا پاکستان ته مخکی ۳۳ میلیارده ډالر کړی وو چی ټرمپ په خپل ټویټ کی واضح کړل او څه موده مخکی یی له عمران خان سره ۱۲۵ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړی
کچیری امریکا غواړی چی دلته سوله او ثبات قایم شی او پدی کړیدلی هیواد یو اقتصادی ښه والی راشی نو په پاکستان باندی باید اقتصادی او سیاسی فشار راوړی ترڅو د دوی پوځ او استخبارات د جنګی ډلو له ملاتړ لاس واخلی بی لدی بله هیڅ لاره نشته
یاد یی ساتی که لدی بغیر بله لاره پیدا کړه نو دا ګز دا میدان ځکه خو ټرمپ د اوربند لپآره عمران خان ته زنګ وهلی