تاند، شنبه، د قوس ۲مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز خبرداری ورکړی چې ګوادر کې به د چین روانه کړې سي پیک پروژه د پاکستان مالي مشکلات زیات کړي او دا هېواد به د لا زیاتو پورونو لاندې راولي.

الیس ویلز ویلي، دا پروژه میلیاردونه ډالر خوري او پاکستان به بیا د وخت په راتلو خپل پورونه ادا نه کړای شي.

نوموړې وايي، پاکستان لپاره د چین سي پیک پروژه یوه مالي مرسته نه ده بلکې دا پروژه یوازې د چین د دولتي کمپنیو لپاره ګټه رسوي او پاکستان ته په لنډ وخت کې ډېره کمه ګټه ورکوي.

اغلې ویلز زیاته کړه: (( دا به په اوږد مهال کې پر پاکستان ډېر فشار واچوي، چین په دې پروژه کې ۱۵ میلیارده ډالر قرض ورکوي او همدا راز سوداګریز پور یې هم نږدې اووه میلیارده ډالر راځي، نو پاکستان باید پوه شي چې چین ورته پور ورکوي د امریکا په څېر مرسته نه ورکوي.))

اغلې ویلز همدا راز ویلي چې په سي پیک پروژه کې فساد هم روان دی او دا به پاکستان نور هم له مالي پلوه خراب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې چین په بلوچستان کې د ګوادر په بندر د یو سوداګریز کوریډور د جوړولو په لټه کې دی او په دې بندر له ۴۱ میلیارده ډالرو څخه زیاته پانګونه کول غواړي، خو د چین په اړه داسې شکونه دي چې په اسیا کې د ګڼو داسې پروژو په عملي کولو سره ځینې هېوادونه د ځان غلامول غواړي.

2 thoughts on “امریکا: چین به د سي پیک پروژه کې پاکستان د پورونو لاندې غرق کړي”
  1. د پښتون ژغورنې غورخنګ مخکښ مشر او له شمالي وزيرستان څخه د پاکستان د غړي محسن داوړ تيره ورځ مشال راډيو سره په خبرو کې په پاکستان تندې نيوکې وکړي او پاکستان يې يو ظالم او ناروا هيواد بللی دی.

    محس داوړ وایی پاکستان غواړې چې دوی تسليم او غلامانو په څير ژوند وکړې خو دوی به هيڅ کله د پاکستان ددې ناروا او ظالم حکومت په وړاندي تسليم نشې بلکې خپلې مبآرزې ته به دوام ورکړي.

    د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې د غورځنګ دې مشر دا خبرې له هغه وروسته وکړې چې د پښتون ژوغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتين په ګډون د دې غورځنګ ځينې غړو ته د پاکستانې حکومت له لورې په اسلام کې په مطبواعاتي کنفرانس کې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.

    بل خوا بيا د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتين له خپلو ملګرو سره په اسلام اباد کې ددې مطبوعاتي کنفرانس مخ د احتجاج په توګه ناست او وايې دوی ته د خبريالانو له لورې بلنه ورکړل شوي وه چې دې مطبوعاتي کنفرانس ته ورشې خو دپاکستان حکومت ورته اجازه نه ورکوي.

    د پښتون ژغورنې د غورځنګ د يو غړی رضا شاه وايې چې پاکستان ځکه په دغه ځای کې په دوی د خبرو بنديز لګولی، دنوموړې په وينا چې څه موده مخکې دلوی مبارز شهيد ارمان لوڼې په ژوند او مرګ باندي يو سيمنار وو چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ تر څنګ ځينو نورو ګوندونو هم ګډون کړی وو.

    رضا شاه زياتوي چې په دې غونډه کې خلکو خپل سپيڅلې جذبات څرګند کړل او دمحکوم وطن د ازادۍ لپاره يې چيغې ووهلې. چې پاکستان ترې سخت ووريد
    خو له همدې امله پاکستانی حکومت دوی ته اجازه نه ورکوي تر څو خلک د خپل روا حق غوښتنه وکړي.

    بل خوا بيا د مطبوعاتي کنفرانس غړی او د پاکستان پخوانی خبريال ضياالدين وايې چې دوی هره اونۍ په بيلا بيلو موضوعاتو کار پوهانو او سياسي شنوونکې را غواړي له هغوی سره په داسې مسايلو خبريالان بحث کوي چې په رسنيو کې نه خپريږې چې دا ځل يې منظور پښتين وربللی وو.

    ضياالدين زياته کړه چې په پاکستان د بيان ازادې له خطر سره مخ ده او په رسنيو ډير بنديزونه لګيدي دي.
    ده د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې بايد رسينو ته احازه ورکړي چې خپل پراخ پوښښ پيل کړي نوموړی وايې چې د بيان ازادې د وکړو اساسې حق دی هيڅ يې د سلبولو حق نه لرې.

    د يادونې وړ ده چې پاکستانې رسنۍ تر ډیره ددې هيواد د پوځ تر اغيز لاندي دي او نشې کولای په خپل سر هر ډول مطالب خپاره کړي.

  2. د پاکستان د لوی درستیز د دندې غځولو امر وځنډول شو

    د پاکستان سترې محکمې درې کسیز پلاوي د دغه هېواد د ځمکني پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د دندې غځولو امر وځنډاوه.

    د دوشنبې په ورځ جیورسټس فونډېشن د نوموړي د دندې غځولو ضد درخواست وکړ او د سې شنبې په ورځ د سترې محکمې د لوی قاضي اصف کوسه په مشرۍ درې کسیزې ډلې پر دې غوښتنه غور وکړ.

    خو د غور پر مهال درخواستي ریاض حنیف راهي وړاندې نه شو او د خپل درخواست د بېرته اخیستو غوښتنه یې وکړه.

    خو محکمې دا مسله د ټولګټو اړوند وبلله او په دې هکله پرېکړه یې بل وخت ته وځنډوله.

    محکمې دا هم وویل، چې د قمر باجوه د دندې غځولو لپاره د سیمې د امنیتي حالت اصطلاح راوړل ګونګه خبره ده.

    قاضي منصور علي شاه وویل، چې کابینې باید په دې تړاو له پرېکړې مخکې سم غور کړی وی.

    لوی قاضي وویل، چې لومړی وزیر د پوځ د لوی درستیز دنده غځولی نه شي، یوازې د پاکستان ولسمشر دا کار کولی شي.

    لوی څارنوال ویلي چې د ولسمشر په خوښه د دې دندې غځېدو پسې باید کابینه هم خپله منظوري ور کړي.

    خو لوی قاضي کوسه دا پوښتنه وکړه چې ولسمشر د کابینې له منظورۍ مخکې د پوځ د مشر مودې غځول منظور کړي او که د کابینې پرېکړه ده منظوره کړې ده.

    ښاغلي کوسه وویل، لومړي وزیر اول د باجوه د دندې غځولو پرېکړه وکړه، خو وروسته یې وویل، چې داسې نشي کولی.

    هغه دا هم وویل، چې د کابینې اکثریت دې خبرې ته رایه نه ده ور کړې، له ۲۵ غړو یې ۱۱ ملاتړ کړی، خو ۱۴ نور ناسوب و.

    له دې خبرو وروسته محکمې د قمر جاوېد باجوه د دندې غځولو حکم وځنډاوه او ښکېلو خواوو ته یې وویل، چې پر دې خبره غور چارشنبې ته پاتې شو.

    د پاکستان لومړي وزیر د اګسټ پر ۱۹ د جنرال باجوه دنده درې کاله نوره وغځوله او لامل یې هم سیمه کې امنیتي حالت وباله.

    د باجوه پوځي مخینه
    باجوه پر ۲۰۱۶ کال د پوځ لوی درستیز او د راحیل شریف ځایناستی شو. نوموړی روانه اونۍ متقاعد کېږي، خو د دندې غځولو اعلان یې له متقاعد کېدلو دوه میاشتې مخکې شوی دی.

    جنرال باحوه د ۱۹۸۰ کال د اکټوبر پر ۲۴ پوځ کې شامل شو. هغه ته پوځي امتیاز(ملټري) هم ور کړل شوی دی.

    نوموړي اسلام اباد کې پر ملي دفاعي پوهنتون سربېره، په کاناډا او امریکا کې هم پوځي زدکړې کړې دي.

    د یادولو وړ ده چی څو ورځی وړاندی باجوه ایران ته هم سفر کړی وو او همدارنګه تیره ورځ طالب مشران هم ایران سفر کړی او زیاتره شنونکی وایی چی اصلی موضوع د سی پیک پروژه په اړه ده

    په ۲۰۱۴ کال کې د يادې پروژې د پيل پر مهال د امريکا د دفاع وزير جيمز مټیس پر سي پيک نيوکې کړې وې او دا پروژه يې د امريکا د ګټو خلاف بللې وه او د پاکستان د هغه مهال پر لومړي وزير نواز شريف يې فشارونه وارد کړي وو، تر څو له دغې پروژې لاس واخلي، خو نواز شريف د امريکا فشارونو ته غاړه نرمه نه کړه او په خپله يې د يادې پروژې مديريت کاو.

    ويل کيږي، چې نواز شريف د سي پيک پروژې له امله د امريکا د فشارونو په پایله کې له دندې ګوښه شوی او د عمران خان د واکمنۍ پر مهال دغه پروژه له کمزورۍ او سستۍ سره مخ ده.

    نو کچیری دا خبری رښتیا وی نو ګمان کوم په محکمه د باجوه پر ضد او فضل الرحمن لاریون دواړه د ایران سره د اړیکو او د چین ددغی پروژه د غبرګون په اړه وی ترڅو پاکستانی چارواکی مجبور کړی لدی پروژی سره او همدارنګه له ایران سره د امریکا سره تر نظر لاندی ګامونه پورته کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *