تاند، شنبه، د قوس ۲ مه: د افغانستان د کرنې وزارت، سوداګرۍ وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې په ګډه د چین له دولت او سوداګرو سره د جلغوزې د ۲ میلیارده او ۲۰۰ میلیون ډالري صادراتو هوکړه کړې ده.

د شتمنۍ د ثبت ادارې یو چارواکی حیات الله احسان وایي، افغانستان به د افغاني جلغوزو د پروسس شرکت EXIM Hub له لارې د بیجنګ له Wasdon Dried Fruits and Nuts شرکت سره د قرارداد له مخې چین ته په ۵ کلونو کې د ۲،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت ۶۲ زره ټنه جلغوزه صادروي.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلی خان ولي خان بشرمل د چین له خصوصي سکتور سره په دغه کچه لوی تړون ته خوشبین دی او وايي چې په دغسې تړونونو افغاني تولیدات او صادرات پراخه وده مومي او د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.

نوموړی وایي، د افغانستان او چین تر منځ به ډېر ژر د بادامو او پستې د صاداراتو برخه کې هوکړه لیک هم لاسلیک شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرنې وزارت وایي، سږ کال د افغانستان د جلغوزې حاصلات ۲۴ زره ټنو ته رسیدلي او د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *