تاند، یکشنبه، د قوس ۳مه: دفاع وزارت وايي، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ورته تېره ورځ د داعش جنګیالیو تازه ۲۲ کسیزه ډله له ۱۸ میله وسلې سره تسلیم شوې ده.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان تاند ته وايي، په دغه ولسوالۍ له څو اوونیو راهیسې پر داعش ډلې د ځانګړو ځواکونو عملیات روان دي چې له کبله یې پر داعشیانو ساحه راتنګه شوې، د اکمال لارې یې بندې شوې دي او په جګړه بوخت داعشیان له لوږې سره مخ دي: (( افغان حکومت له دغو تسلیم شویو داعش جنګیالیو سره په نړیوالو اصولو مراعات او چلند کوي، دوی له خپلو میرمنو او اولادونو سره یې په امن ځای کې تر ساتنې لاندې نیسو او قانوني مراحل پرې طی کوو.))

ښاغلی امان وايي، داعش ډله دا مهال له خپلې خراسان پلازمېنې باندر سیمې څخه شاته تمبول شوې او ډېر کم جنګیالي یې پاتې دي.

خو طالبان بیا وايي، پر داعش ډلې باندې په ننګرهار کې د دوی د وسله والو عملیات هم روان دي او دغه جنګیالي یې شاته تمبولي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم افغان ځواکونو ته د داعش یوه لس کسیزه ډله له لس میله وسلې سره تسلیم شوې وه.

د یادونې ده چې په وروستۍ یوه میاشت کې حکومت ته په ننګرهار کې نږدې ۸۰۰ داعشي ښځې، ماشومان او جنګیالي تسلیم شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *