تاند، یکشنبه، د قوس ۳مه: وسله والو کسانو تېر ماښام په کندهار کې د دې ولایت د امنیه قومندانۍد کشف او استخباراتو امر وژلی دی.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر خاکسار تاند ته پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه دویم څارن محمد نبي له دندې څخه کور ته په لاره و چې د کندهار ښار په لومړۍ حوزې سیمه کې د طالب وسله والو لخوا ډزې پرې شوي او وژل شوی دی.
نوموړی وايي، قاتلین د پېښې له ځایه تښتېدلي او تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
دا په داسې حال کې ده چې کندهار که څه م د جنوبي ولایتونو په پرتله ارام دی، مګر په ښار کې یې هدفي وژنې له کلونو راهیسې یوه مهمه معما ده چې تر اوسه یې ریښه او پلانوونکي نه دي له منځه وړل شوي.