راپور: راز خوږیاڼی
نېټه: ۱۳۹۸ د لیندۍ اوله
سپینغر ادبي بهیر یارانو خپله څلور دېرشمه ادبي ناسته وکړه، یاده ناسته چې پۀ خوږیاڼیو کې د سپینغر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه، دریځ چارې یې خوشال دراني سمبالولې او د استاد وسیع الله ګوهرخېل لۀ خوا د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت سره پیل شوه.
د غونډې مشري استاد وسیع الله ګوهرخېل کوله.
د تېرې ادبي ناستې راپور راز خوږیاڼي واورولو چې ټولو ګډونوالو خوښ کړ.
د کرهکتنې برخه د ټاکلي کس پۀ نشتون کې ونۀ شوه.
لۀ راپور وروسته ازاده مشاعره پیل شوه، چې نجیب الله افسوس، سنګر جانان خېل، بلال افضلي، غفران قایل، محمود ځلاند، استاد شمشېر، حمیدالله خوږمن، راز خوږیاڼي، رحیم الدین رحیمي، وسیع الله ګوهرخېل، تراب زهیر، نسیم ارین، محمد اصف صالح، هدایت الرحمن ډاډ، امېد وصال، احسان الله شمس او محمد عارف خوږیاڼي پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو لۀ خوا یې د تودو چکچکو پۀ بدرګه تود هرکلی وشو، یاده دې وي مشاعره ځینو خوږ ژبو ترنم ویونکو پۀ خپلو خوږو او شرنګیدلو ترنمونو لا خوندوره او پۀ زړۀ پورې کړې وه.
لۀ ازادې مشاعرې وروسته استاد وسیع الله ګوهرخېل د ارزونې پۀ موخه دریځ ته راوبلل شو، هغۀ د خپلو خبرو پۀ پیل کې لۀ خوشال دراني ځانګړې مننه وکړه، چې د دریځ چارې یې ډېرې ښې سمبال کړې او د ناستې خوند یې لا زیات کړ، ګوهرخېل د ځینو زلمکیو شاعرانو د هنر ستاینه وکړه، چې پۀ ډېر کم عمر کې ډېره خوندوره شاعري کوي، استاد ګوهرخېل ناسته تر پایه ښه وارزوله او لۀ ټولو ګډونوالو یې غوښتنه وکړه چې باید د بهیر هره ناسته پۀ خپل ګډون ښکلې کړي.
یاده دې وي چې د بهیر راتلونکې ناسته کې بۀ د رحیم الله ارماني پر غزل کره کتنه کېږي.
یاده ادبي ناسته د استاد وسیع الله ګوهر خېل پۀ دعا پای ته ورسیده.