تاند، یکشنبه، د قوس ۳مه: د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد خبرداری ورکړی چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټاکنیزه پروسه کې بې طرفه دي او خپله بې طرفي یې ثابته کړې هم ده خو که هر څوک تاوتریخوالي او د خلکو د ژوند ترخولو ته لاس اچوي، اجازه به ور نکړي.
ښاغلي خالد دا خبرې نن یکشنبه د ښځینه نظامیانو د امنیت او سولې په نوم لومړني کنفرانس ته وکړې او په وروستیو کې لګېدلې ټول هغه تورونه یې رد کړل چې امنیتي ځواکونو په ټاکنیزه پروسه کې لاسوهنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، ولس په دې اندېښنه کې دی چې ټاکنې به تاوتریخوالي او بحران ته ولاړې شي، خو په وینا یې دی باور لري چې افغان سیاسیون نه پرېږدي چې ټاکنې بحراني شي: (( دا باید ښکاره کړم چې موږ بې طرفه یوو او هیچاته د ګډوډۍ او تاوتریخوالي اجازه نه ورکوو.))
ښاغلي خالد همدا راز ټینګار کړی چې افغان ځواکونه د دښمن د هر ډول دسیسو د مخنیوي توان لري اوخلک هم باید خپل مدني حقونه د قانوني لارو څخه تعقیب کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ نوماندانو عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل او ګلبدین حکمتیار تر دې وړاندې تورونه لګولي وو چې امنیتي ځواکونه د یو مشخص نوماند لپاره کار کوي.
خو له دې تورونو وروسته د امریکا سفیر جان بس په یوه ټویټ کې وویل، د دوی موندنې ښيي چې افغان ځواکونو بې طرفانه عمل کړی دی.
د وزیر دفاع خبره بالکل د ملت د زړه او د قانون اساسی مطابق نظر دی . فوج په کل کی ( دری سره امنیتی قوتونه ) د خپل مشترکی او همغږی رهبری سره د مملکت او دملت او همدارنګه د نظام او دولت د ملا تیر دی . هیڅ وخت فرصت طلب کړی او عناصر د سیاسیونو ، احزابو ، یا د زورواکو او یا هم د متنفذینو په عنوان اجازه ورنکړل شی چه د خپل سیاستونو او په مشخصه توګه د قدرت نیولو د پاره قانون ، عامه نظم و ګټی ، ملی مصالح او اساسی قانون تر پښو لاندی کړی ، باید داسی درس ورته ورکړل شی چه په آینده کی هیڅوک ددوی په شوم پله باندی قدم کینږدی .
د ملت او اساسی قانون دا غوښتنه ده چه باید د انتخاباتو مستقل کمیسیون خپل کارته پریښودل شی چه د خپلو لایحو او قوانینو مطابق خپل کار څومره چه ژر امکان ولری تکمیل او نتایج اعلان کړی . بنآ هر زورواکی ، پاټک سالار، غیر مسؤل جنګسالار، مفسد او د بیتالمال غاصب او د ملت د پرون روځی قاتل ، بی فرهنګه ، په ځان مین سیاستنما ګان چه په نیم قرن کی یی نه مشر وپیژاند او نه کشر ، حتی نن هم دا طمع لری چه باید د ملت په زخمی ګردو باندی ګونډی ووهی او هرڅه لکه پرون نن هم لوټ او تباه کړی .
باید نه یوازی فوج او امنیتی قوتونه اجازه ورنکړی بلکه د عدلی مراجعو د خوا عبرتناکه محاسبه ورسره را مخی ته کړل شی ، دغه ظالم او جابری کړی اومربوطه عناصر په افغانستان کی تر اوسه د یو عادل دولت سره نه دی مخامخ شوی چه په انصاف سره یی احتساب ته را کش کړی . اوس ددی وخت رارسیدلی چه باید احتساب ته را کش کړل شی ، البته دهمدغه ټکی نه دوی تیښته کوی ا ولګیا دی لاس او پښی ټکوی او خیال کوی چه په مملکت کی به مشکلات او جنجالونه رامنځ ته کړی او ددوی اصلی ملی ضد چهری او کړنی به ددغه جنجالونو تر سیوری لاندی پټ شی خو دا هسی خوب دی ، ملت هم د پرون ملت نه دی او نه هم نظام د پرون نظام دی ، حساب ورکونکی او حساب غوښتونکی نظام او دولت دی .