امرالله صالح

تاند، یکشنبه، د قوس ۳مه: د دولت ساز ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا کړې چې د عبدالله عبدالله د ثبات او همپالنې په ټاکنیز ټیم کې دننه شدید اختلافات راپورته شوي دي او په دې اړه کافي اسناد هم لري.

  ښاغلي صالح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، داسې اسناد ور رسېدلي دي چې د عبدالله په ټیم کې له ثبات او همپالنې پرته بل هر شی موجود دي.

نوموړی وايي، د عبدالله ډلې اسناد ور رسېدلي چې په کې دا ټیم غواړي، داسې لاریونونه راوباسي چې په کې عقده مند او وسله وال کسان هم موجود وي او بیا دا وسله وال د لاریونونو په لومړي صف کې روان وي، تر څو بهرنیان دا هر څه وویني او وډار شي.

امرالله صالح وايي، د ثبات او همپالنې د ټیم غږونه ور رسېدلي دي چې وايي، عبدالله دې یو غږ وکړي، په دې ښار کې عقده مند کسان کم نه دي او ټول به راووځي.

 امرالله صالح لیکي، له دې منځه یو کس غږ کوي چې هوا یخه ده او خلک د ډوډۍ لپاره هم لاریونونو ته راوځي: (( په ډله کې بل کس وايي چې نه دا کار باید ونه کړو ځکه په دې بدنامیږو او خلک له موږ فاصله نیسي.))

امرالله صالح د عبدالله د ټیم د یو بل کس له قوله لیکي: (( دا ځل عبدالله باید د تېرېدو او د پایلو د منلو اجازه ونه لري، موږ ته عبدالله مهم نه دی، باید زموږ ګټي خوندي شي، که کوم کار ونه کړو، موږ ټول بایومتریک شوي یوو او په راتلونکو کلونوکې له منځه ځو.))

امرالله صالح وايي، دا یې رسالت دی چې په دې اړه د عبدالله د ډلې ارادې افشا کړي، تر څو خلک ځان وساتي: ((  خلک به هغو لاریونونو ته ولاړ نه شي چې سیاسیون فکر کوي دوی ډوډۍ پسې راځي.))

امرالله صالح لیکي، یو شمیر سیاسیون نه یوازې بایومتریک شوي بلکې پیژندل شوي هم دي او خلک به د دوی په قول سړکونو ته راونه وځي.

بلخوا د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې د امرالله صالح د څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي، خو نن د دفاع وزارت سرپرست ګواښ کړی و چې امنیتي بنسټونه په ټاکنو کې بې طرفه دي خو که څوک ګډوډي جوړه کړي مخه به یې ونیسي.

One thought on “امرالله صالح، د عبدالله عبدالله د ثبات او همپالنې د ټیم له ژورو اختلافاتو پرده پورته کړه”
  1. کله چی یو میاشت مخکی د نوامبر ۲۹ او ۳۰ باندی په چین کی غونډه کیده او له چین هیواد د سولی او بین الافغانی ناستی لپاره له افغان دولت نماینده ګان غوښتی وو چی ولسمشر غنی وویل چی ددی دولت وخت ختم دی ترڅو چی نوی دولت جوړ شوی نه وی باید چین غونډه وځنډول شی نو له همدی وجهی امریکا او پآکستان په ګډه کوښښ کوی چی ټاکنی نتیجه اعلان نشی او افغان دولت او طالبان یو د بل سره مخامخ خبری ونشی ځکه مخکی هم پاکستان ګلبدین ته اجازه نه ورکوله چی ډاکټر نجیب الله سره د سولی په اړه خبری وکړی نو همغه وو چی بین الملل نماینده راغی او نجیب الله له خپلی څوکی څخه استعفا ته مجبور کړ مګر زه چی ګورم اوس طالبان اوربند نه منی او افغان دولت تر نوی حکومت له اعلان سره هر څه په ټپه درولی ځکه خو چین دا غونډه دوه ځلی وځنډوله کیدای شی چی دا غونډه له ډیر ځنډ څخه بیخی لغوه شی ځکه پاکستان او امریکا کوښښ کوی چی د عبدالله په جنجال سره ددی ټاکنو نتایج اعلان نشی
    نو کیدای شی عبدالله پدی جنجال سره بیا یو څوکی لاسته راوړی او بیا د سولی لپاره هره طرحه او پلان پاکستان ته افشا او په مقابل کی یو ډول غبرګون وښایی لکه برښنا تذکرو په اړه او همدارنګه د اشرف غنی نوی طرح چی د سولی لپاره جوړه کړی یو ډول بی بنیاده نیوکه وکړه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *