(د امريکا د مخکيني ولسمشر بيل کلينتن خاطرات له ٧٩٦ پاڼې څخه تر ٨٠٤ مخ پورې )
د اګست په لومړيو کې مې په واشنګټن کې د سرۀ پوستوله يوې لس کسيزې ډلې سره وليدل. دوی
قبايلي مشران و. د ليدنې مقصد دا و چې د دغو بومي امريکاييانو د تعليم ، روغتيا او اقتصاد د ښه کولو لپاره د هر اړخيزو هڅو اعلان وکړم. د حکومت په چارو کې زما سلاکارې ميکي ابرا او له قبايلو سره د اړيکو همغږيکوونکي ليين کټلر پر دغې چارې ډيره خواري ګاللې وه . دا کار ډير مهم او اړين هم و . که څه هم په تيرو ٢٨ کلونو کې په متحدو ايالاتو کې د بې روزګارو شميره تر ټولو ټيټه وه ، د جناياتو او جرمونو کچه هم په ٢٥ کلونو کې خورا کښته وه او په ٢٩ کلونو کې تر ټولو لږو خلکو د دولت مرستو ته سترګې نيولې وې خو بومي امريکاييانو چې د قمار وهلو له برکته يې يوه نه وه دوه شوې لا هم ښه نه و. د دوی په سلو کې تر لسو هم لږ کالجونو ته تلل ، د سپين پوستو امريکاييانو په پرتله يې د ناروغيو امکان هم درې وارې ډير و. تر هر بل امريکايي يې سړي سر کالنی عايد هم کم و. په ځينو قبيلو کې خو يې د بې روزګارۍ کچه په سلو کې ٥٠ ته رسيده . خو کوم نوي ګامونه چې موږ اخيستل پر هغو يې مشران خوښ ول . له هغوی سره تر ليدو وروسته هيله راپيدا شوه چې مرسته ورسره کولی شو .
د دې غونډې په سبا په تنزانيا او کينيا کې د امريکا په سفارتونو کې چاودنې وشوې . دواړه چاودنې له يوې بلې د پنځو دقيقو په فاصله کې وې چې ٢٥٧ کسان يې ووژل او ٥٠٠٠ تنه يې ټپيان کړل. په وژل شويو کې ١٢ کسه امريکاييان هم وو . لومړنيو شواهدو ښووله چې د اسامه بن لادن شبکې دغه بريد کړی دی، دغه شبکه د القاعدې په نامۀ پېژندل کيده . د فبروري په پای کې بن لادن يوه فتوا خپره کړې وه . په هغې کې يې غږ کړی و چې د نړۍ په لرو بر کې دې پر ټولو پوځي او ملکي امريکايي هدفونو بريد وشي . د مۍ په مياشت کې دۀ ويلي و چې ملاتړي به يې د خليج په سيمه کې پر امريکايي اهدافو بريد کوي . دۀ دا هم ويلي و چې (( جګړه به د امريکا تر ورۀ پورې رسوي )) . د جون په مياشت کې اسامه له يوۀ امريکايي ژورناليست سره په مرکه کې ګواښ کاوۀ چې امريکايي پوځي الوتکې به پرالوتک ضد توغنديو نسکوروي .
تر دې وخته ( د تنزانيا او کينيا د سفارتونو تر بريده ) موږ د اسامه بن لادن پر موندلو کلونو لګولي و. زما د ولسمشرۍ د لومړي پړاو په لومړيو کې ټوني لېک او ډيک کلارک پر سي ای اې فشار واچاوۀ چې د دغه شتمن سعودي استوګن په باب نور معلومات ورکړي . اسامه له خپل هيواده په ١٩٩٤ کال کې ايستل شوی و او په سوډان کې دېره و .
په پيل کې اسامه د ترهګرو عملياتو مالي ملاتړی اېسيدۀ خو د وخت په تيريدو پوی شو چی دی د يوې خورا پېچلې ترهګرې شبکې مشري په غاړه لري . دغه شبکه د دۀ تر خپلې شتمنۍ لا ډيرې پيسې لري . د دۀ کار کوونکي د چيچنيا ، بوسنيا او فلپين په ګډون د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې فعاله دي . د بوسنيا تر جګړې وروسته په ١٩٩٥ کال کې موږ د (( مجاهدينو )) هڅه شنډه کړه چې هورې واکمن شي . دغه راز مو د ځايي مامورينو په مرسته له فليپين څخه لويديځو سمندر غاړو ته د لسګونو الوتکو د چوولو هڅه هم شنډه کړه . خو د بن لادن شبکه لا هم مخ په غټيدو وه .
د ١٩٩٦ کال د جنوري په مياشت کې سي ای اې يوه ځانګړې څانګه جوړه کړه چې يوازې يې پر بن لادن او د هغۀ پر شبکې څار کاوۀ . له دې کاره لږ وروسته موږ پر سوډان فشار ډير کړ چې دی له خپلې خاورې وشړي . هغه مهال سوډان د ترهګرو لپاره خوندي ځای و . له اسامه پرته په سوډان کې هغه ترهګر هم دېره شوي و چې يو کال وړاندې يې د جون په مياشت کې د مصر د ولسمشر حسني مبارک د وژنې هڅه کړې وه . همدوی د انور سعادات پر وژلو بريالي شوي و . د سوډان مشر حسن الترابي د بن لادن همنظره و. دۀ له اسامه سره ګڼ شمير سوداګريزې معاملې لرلې چې له قانوني سود سودا رانيولې د وسلو تر جوړولو او د ترهګرو تر ملاتړه پکې هرڅه راتلل .
په ترابي چې مو د اسامه د شړلو فشار ډير کړ له سعوديانو څخه مو وغوښتل چې بيرته يې ورخپل کړي . سعوديانو دی بيرته نه غوښت . خو د ١٩٩٦ کال په نيمايي کې اسامه سوډان په داسې حالت کې پرېښود چې ظاهرآ لا هم له ترابي سره جوړ و . دی افغانستان ته لاړ او هلته يې د طالبانو د مشر ملا عمر له خوا لا تود هرکلی وليد .
طالبانو د ١٩٩٦ کال په سپتمبر کې کابل ونيوۀ او د افغانستان د نورو برخو پر نيولو يې هم لاس پورې کړ . د همدغه کال تر پايه د سي اي اې د بن لادن څانګې د دۀ او د القاعدې په باب خورا ډير معلومات ټول کړل. نژدې يو کال وروسته ( ١٩٩٧) د کينيا چارواکو يو کس ونيوۀ چې د دوی په باور يې هلته د متحدو ايالاتو پر سفارت د بريد تکل لارۀ .
تر چاودنو (د تنزانيا او کينيا ) يوه اوونۍ وروسته ما خپل عادي کاري مهال وېش ته دوام ورکړ. کنټکي ، اليونس او کلفورنيا ته ولاړم چې د ناروغانو د حقونو قانون او د پاکو اوبو نوښت ته ملاتړي ومومم. دغه راز په دغو ايالاتونو کې مې د ټاکنو لپاره له ديموکراتانو سره مرسته هم غوښته . له ښکاره مسايلو ورهاخوا مې ډير وخت د ملي امنيت له ډلې سره تيراوۀ او په دې مو خبرې سره کولې چې د افريقا بريدونو ته څرنګه ځواب ووايو .
د اګست په ١٣ نېټه د چاودنو ( د تنزانيا او کينيا ) ١٢ امريکايي قربانيان د انډريوز پر هوايي ډګر کې ولمانځل شول . په دغو ١٢ کسانو کې چې تش د امريکايي تابعيت په خاطر بن لادن وژل يو ديپلومات و چې ما دوه ځلې ليدلی و ، يو د هغۀ زوی و ، يوه ښځه وه چې د خپل سپين ږيري پلار او سپين سارې مور پالنې ته ورغلې وه ، په هند کې زيږيدلې يوه ماموره وه چې د بهرنيو چارو له وزارت سره يې کار کاوۀ ، يو ډاکټر و چې د افريقايي ماشومانو د روغتيا او له مړينې څخه يې د ژغورنې پر هڅو بوخت و ، د درو وړو ماشومانو مور ، يوه انا ، د جاز موسيقۍ غږونکی چې د ورځې له خوا يې د بهرنيو چارو په وزارت کې کار کاوۀ ، د سفارت يو اداري مامور چې له يوې کينيايي ښځې سره يې وادۀ کړی و او درې کسه سرتيري ول چې په پوځ ، هوايي ځواک او سمندري ځواک کې يې کار کاوۀ .
په هر حال بن لادن په دې باور و چې دی په سلو کې سل په حقه دی او په همدې دليل لکه لوي څښتن دا وس لري چې بې ګناه انسانان ووژني . دا چې له څو کلونو موږ د دۀ په شبکې پسې و نو دومره پوهيدم چې دی مو لوی مخالف دی . د افريقا له قصابۍ (د تنزانيا او کينيا چاودنې ) وروسته زۀ د دۀ نيولو يا وژلو او د القاعدې د ورانولو لپاره ښه جدي شوم .
د سفارتونو تر چاودنو يوه اوونۍ وروسته او تر هغې ويډيويي وينا وروسته چې ما د کينيا او تنزانيا ولس ته وکړه د ملي امنيت له مهمو څانګو سره مې وليدل . د کينيا او تنزانيا ولس ته مې وينا په دې دليل وه چې په چاودنو کې تر موږ د هغوی تاوان خورا لوی و. له امنيتي ارګانونو سره په ليدنو کې سي ای اې او ايف بي ای دواړو دا خبره تاييد کړه چی چاودنې القاعدې کړي دي. دوی دا هم وويل چې ځينې عاملين واردمخه نيول شوي هم دي .
ما داسې رپوټ هم ترلاسه کړ چې القاعده د البانيا په مرکز ترينا کې هم پر يوۀ بل سفارت بريد کوي . دغه راز داسې رپوټ هم راغی چې زموږ غليمان په دې باور دي چې امريکا زما د شخصي ژوند له امله بې پامه ده او په همدې دليل تاوان ور اوښتلی شي . موږ د البانيا سفارت وتاړۀ او شاوخوا مو په وسلو ښه سمبال سمندري ځواکونه ځای پر ځای کړل . له ځايي چارواکو سره مو هڅې پيل کړې چې هلته د القاعدې څانګې ويجاړي کړو . خو په نورو داسې هيوادونو کې مو هم سفارتونه لرل چې القاعده پکې فعاله وه .
سي ای اې دا خبر هم لارۀ چې بن لادن او د دۀ لوړ پوړي غړي د افغانستان په يوۀ کمپ کې د اګست په ٢٠مه نېټه يوه غونډه لري چې د خپلو بريدونو اغيز وڅيړي او پر نورو عملياتو خبرې وکړي . دغې غونډې دا موقعې راکوله چې د دوی د بريد ځواب او شايد د القاعدې مشرتابۀ ته لوی ګوزار ورکړو . ما سنډي برګر ته وويل چې د پوځي بريدلپاره د چارو اداره په غاړه واخلي . موږ بايد هدف په نخښه کړی وای ، اړين پوځي تاسيسات مو ځای پر ځای کړي وای او دا مساله مو حل کړې وای چې له پاکستان سره څه وکړو . که هوايي بريد وکړو زموږ الوتکې به د پاکستان له فضايي حريمه تيريږي .
که څه هم د هند په نيمه وچه کې د کړکيچ د هواري لپاره موږ له پاکستان سره په ګډه کار کاوۀ او د سړې جګړې پر وخت امريکا او پاکستان سره ملاتړي و خو پاکستان د طالبانو ملاتړ کاوۀ او تر يوۀ ځايه يې د القاعده ننګه هم کوله . د پاکستان د استخباراتو ادارې ځينې هغه کمپونه د طالبانو او په کشمير کې په جګړه بوختو باغيانو د روزنې لپاره کارول چې اسامه بن لادن او القاعدې پکې روزنه کوله . که چيرې پاکستان زموږ د پلان شوي بريد په باب تر وخت وړاندې معلومات موندلي وای دا ممکنه وه چې د پاکستان استخباراتو طالبانو او يا آن القاعدې ته خبرداری ورکړی وای . له بل پلوه د بهرنيو چارو مرستيال سټراب تالبوت چې د هند په نيمه وچه کې يې د کړکيچ د ختمولو لپاره کار کاوۀ په دې ويره کې و چې که موږ پاکستان خبر نه کړو نو اسلام اباد به له خپل فضايي حريم څخه تيريدونکي توغندي د هند وګڼي او ځوابي بريد به پرې وکړي چې ښايي پکې له هستوي وسلو کار واخلي .
موږ سره وپتېيله چې د لوی درستيز مرستيال جنرال جو رالسټن ( پاکستان ) ته واستوو چې د بريد پر وخت د پاکستان د پوځ له لوړ پوړي قومندان سره په ماښامنۍ ډوډۍ اخته وي . رالسټن به تر هغه څو دقيقې وړاندې چې توغندي مو د پاکستان فضايي حريم ته داخليږي هغۀ ته وايي چې خبره څه ده ، دا به نو داسې وخت وي چې د طالبانو يا د القاعدې د خبريدا امکان به پکې نه وي خو دومره وخت به وي چې دوی دغه توغندي رانسکور نه کړي او يا پر هند ځوابي بريد ونه کړي .
زما ټيم له يوې بلې خبرې هم اندېښمن و. د اګست په ١٧ نېټه به زۀ لويې قضايي جرګه ګۍ ته ( د مونيکا لوینسکي د قضيې لپاره ) حاضريدم . دوی ډاريدل چې د هغې له امله به زۀ ( پر القاعدې ) بريد کې دوه زړی يم او که مې د بريد امر هم ورکړ نو خلک به مې په دې تورنوي چې له خپلو شخصي ستونزو څخه مې د ولس پام اړاوۀ . دا کار به په ځانګړې توګه هغه وخت ډير ممکن و چې په بريد کې موږ اسامه بن لادن نه وای وژلی . ما خپل ټيم ته ښکاره وويل چې د دوی کار د ملي امنيت په چارو کې ماته سلا مشوره راکول دي . که د دوی سلا همدا وي چې په شلمه نېټه دې بريد وشي نو همداسې به کيږي . ما ورته وويل چې له شخصي ستونزو سره زۀ خپله پوهيږم چې څه وکړم . په هغه برخه کې هم وخت په تيريدو و .
د قضايي جرګه ګۍ ورځ رالنډه شوې وه ، تيره شپه راباندې خورا سخته تيره شوه ، کرۍ شپه مې ټکی خوب ونه کړ ، د اګست په ١٥ مه چې د يکشنبې ورځ وه هيلرې ( د کلينتن ميرمن ) ته ورغلم راوېښه مې کړه او هغې ته مې هغه ټولې خبرې وکړې چې زما او مانيکا لوينسکي ترمنځ شوې وې . دې داسې راته وکتل لکه په سوک چې مې وهلې وي او اوبه کړې مې وي . دا نه يوازې په دغه عمل قهر وړې وه بلکې په دې هم غصه وه چې تر اوسه مې نه و ورته ويلي . ما تش همدومره ورته وويل چې بخښنه غواړم . دا مې هم ورته وويل چې ما هيچا ته آن دې ته هغه څه نه شوای ويلی چې کړي مې و . ما هيلري ته وويل چې راباندې ګرانه ده او نه غواړم چې دا او چلسي ( د کلنتن لور ) وځوروم ، زۀ په خپل عمل شرمنده يم . دې ته مې وويل دا چې تر اوسه مې چا ته په دې باب څه نه و ويلي علت يې دا و چې نه مې د خپلې کورنۍ زهيريدل غوښتل او نه مې هم د ولسمشرۍ مقام ته سپکاوی غوښت . زما د ولسمشرۍ له هغه پيله چې د درواغو او سپکاوي کوم تورونه موږ زغملي و نور مې نو نه غوښتل چې د جنوري په مياشت کې چې دغه دفتر پريږدم دغه يو تور راپورې موښتی وي . لا تر اوسه زۀ په دې نه پوهيږم چې ولې مې دومره ناسم او احمقانه کار وکړ. شايد ورو ورو يې په هغو مياشتو کې په دليل پوی شم چې ( له ميرمن سره ) د اړيکو په بيرته سمولو لګيږي .
ما بايد له چلسي سره هم خبرې کړې وای . له ډيرو اړخونو دا کار لا ګران و . يو نه يو وخت هر ماشوم پوهيږي چې مور و پلار يې فرشتې نه دي خو دا کار تر عادي حالت ډير بد و . ما تل دا ګومان کاوۀ چې ښه پلار يم . د چلسي د ښوونځي پر کلونو او د کالج په لومړني کال لا د وړاندې د هغو ډيرو شخصي ګوزارونو سيوري غوړيدلي و چې د دې پر مور و پلار کيدل . اوس به چلسي نه يوازې په دې پوهيده چې پلار يې ډير بد کار کړی بلکې په دې به هم خبريده چې دې او د دې مور ته مې درواغ ويلي دي . زۀ له دې ډاريدم چې نه يوازې به له ودني ژونده خلاص شم بلکې د خپلې لور مينه او درناوی به هم له لاسه ورکړم .
د دغې بدمرغې ورځې پر پاتې برخې د يوۀ بل ترهګر عمل سيوری وغوړيد . د شمالي ايرلينډ په اوميګا سيمه کې د ای ار اې ( د ايرلنډ جمهوري پوځ ) يوې جلا شوې ډلې ٢٨ کسان د موټر بم په چاودنه کې ووژل . چاودنه له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې وشوه . د ای ار اې دغې ډلې د ګوډ فرايډې ( د برتانيا ، شمالي ايرلنډ او د جمهوري ايرلنډ ترمنځ د سولې تړون ) تړون نه مانۀ . د سولې په تړون کې شاملو ټولو ډلو چې شين فين ( د ايرلنډ د يو کولو لپاره په مبارزه بوخت ايرلنډی ګوند چې ای ار اې يې پوځي برخه ده ) هم پکې و دغه بريد وغاندۀ . ما بيان خپور کړ دغه وژنې مې وغندلې ، د قربانيانو له کورنيو سره مې خواخوږي وکړه او د سولې په بهير کې بوختو غاړو باندې مې غږ وکړ چې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي . ناقانوني ډلې چې ځانته يې ريښتينې ای ار اې ويل نژدې دوه سوه کسه ملاتړي او غړي لرل، همدومره کسان هم د دې جوګه و چې ستونزه جوړه کړي خو دا توان يې نه درلود چې د سولې بهير له پښو وغورځوي . د اوميګا چاودنې هغه حماقت په ګوته کړ چې د سولې تر بهير وړاندې ليدل شوی و .
د دوشنبې په ورځ تر يو څه تيارۍ وروسته د جرګه ګۍ د پوښتنو ځواب ته ورغلم او تر څلورو ساعتونو په مپ روم ( نومي خونه ) کې وم . سټار راسره ومنله چې د محکمې دالان ته مې ورنه ولي شايد د هغه منفي غبرګون له امله به و چې د هيلري په ورغوښتو يې موندلی و . خو دۀ ټينګار لارۀ چې زما خبرې به په ويډيويي ډول ثبتوي ، له ادعا سره سم د قضايي ډلې په ٢٤ کسانو کې يو تن نه و راغلی او دا ويډيو د هغه لپاره ثبتېدله . ډيويډ کنډل وويل که چيرې سټار زما خبرې په ويډيويي ډول ثبتې نه کړي نو دقضايي ډلې هرکلی به په سپينې ماڼۍ کې وکړو . خو دۀ دغه وړانديز رد کړ . ما شک کاوۀ چې دی دغه ويډيو ټيپ کانګرس ته ليږي ، له هغه ځايه دغه ټيپ داسې خپريدای شي چې دۀ ته هم کومه لانجه نه جوړوي .
قضايي جرګه ګۍ د سوال ځواب بهير د محکمې په خونه کې د تلويزيون پر پردو ليدۀ او سټار له خپلو مستنتقينو سره پوره خواري وکړه چې له دغه فلم څخه پونوګرافيک ( لوڅ ) فلم جوړ کړي . دوی داسې پوښتنې کولې چې نه يوازې زما د شرمولو لپاره وې بلکې په دې نيت هم کيدې چې کانګرس او امريکايي ولس دومره زړۀ ماتی کړي چې هغوی زما استعفی وغواړي . له هغه وروسته به نو دۀ زۀ په جرم تورنولم .سمويل جانسن يو وخت ويلي و چې پر ذهن هيڅ شی هغومره اغيز نه کوي لکه خپله د ځان د خرابولو امکان چې يې لري .سربيره پر دې زۀ په دې باور وم چې د قضيې اثر يوازې پر ما نۀ دی بلکې ډير څه پکې نغښتي دي .
له لومړنيو خبرو وروسته ما د يو څه ويلو غوښتنه وکړه . ما په دغو خبرو کې ومنله چې (( په ١٩٩٦ کال کې ځينې وختونه او يو ځل په ١٩٩٧ کال کې زۀ په ناسم عمل اخته شوی وم چې پکې له مانيکا لوينسکي سره محرم اړيکي هم و، دغه عمل که څه هم اخلاقآ سم نه و خو بيا هم د قاضي رايټ له تعريف سره سم چې زۀ پرې پوی شوی يم (( جنسي اړيکي )) نه و.زۀ د خپل عمل مسووليت په بشپړه توګه په خپله غاړه اخلم . زۀ د خپل دغه عمل د قانونيت په برخه کې تر خپله وسه پوښتنو ته ځواب وايم خو د څه چې شوي دي د هغو پر جزيياتو به څه ونه وايم . ))
لوی مستنتق د ګڼ شمير پوښتنو ليست راته کېښود چې د قاضي رايټ د ( جنسي اړيکو ) له تعريف سره يې تړاو درلود . ما ومنله چې د جونز وله وکيلانو سره ما مرسته نه ده کړې او علت يې هم دا و چې د دغې قضايي جرګه ګۍ غوندې هغوی هم تر ډيره په ناقانونه توګه تر لاسه کړيو خبرو باندې چورليدل ، دا چې هغوی په دې پوهيدل چې قضيه يې کمزورې ده زۀ په دې باور شوم چې د دوی نیت دا و چې نوي تاوان اړونکي معلومات له ما ترلاسه کړي چې بيا يې په پټه نورو ته ورسوي . ما ومنله چې ﻻ سټار د دفتر په وړاندې د خبرو پر وخت زۀ له دې خبرې نه وم خبر او په دې مساله کې ښکېل وم .
اوس د سټار وکيلانو هڅه کوله چې زما خبرې پر ويډيو ټيپ ثبتې کړي او پر هر هغه څه ښه مفصل او تصويري وغږيږي چې اصولآ يې څوک ښکاره نه وايي .
کله چې د جرګه ګۍ وکيل د جنسي عمل په باب د پوښتنو په وړاندې زما پر بيان ډوله ځوابونو شکايت وکړ ما ورته وويل چې ما او زما وکيل د جانز څارنوالانو ته بلنه ورکړې چې ځينې ځانګړې پوښتنې چې وروسته ورپيدا کيږي راڅخه وکړي خو هغوی دغه غوښتنه ونه منله . ما وويل اوس راته څرګنده ده چې دوی ولې دغه کار ونه کړ علت يې دا و چې دوی داسې کوم تاوان را اړونکی اقرار نه شوای ترلاسه کولی چې وروسته يې بيا رسنيو ته ووايي . د دې پر ځای دوی له سټار سره کار کاوۀ . دوی زما له ځوابونو غوښتل داسې يوه اډانه او بنياد ځانته جوړ کړي چې ترمخه يې ما استعفی کولو ته اړ باسي او يا مې هم په قانوني توګه له دندې ليرې کړي او يا مې هم شايد په جرم تورن کړي . بنآ دوی ورپسې پوښتنې ونه کړې ځکه چې (( دوی ډاريدل زۀ به رښتيني ځوابونه ورکړم …. دوی غوښتل لومه راته کښيږدي او ومې غولوي . او اوس تاسو شکايت کوئ چی هغوی ولې سم کار نه دی کړی . )) ما ومنله چې د روتيرفورډ انستيتيوت وکيلانو چې څه د جونز په نامۀ وکړل هغه غندمه ، او دغه کار يې د بې ګناه کسانو ځورول ، په ناقانونه توګه د خبرو افشا کول او د ناسم سياسي مقصد تعقيب و (( خو ما هوډ کړی و چې د دغو خطرناکو څرګندونو په ترڅ کې به بې له دې چې قانون تر پښو لاندې کړم په بري ورڅخه خلاصيږم ، زما په ګومان همداسې مې وهم کړل . ))
ما دا ومنله چې د دې خبرې تر افشا کيدو وروسته چې هر چا له ما څخه په دې باب پوښتنه کړې ما درواغ ورته ويلي دي . دا مې هم څو ځلې وويل چې له بل چا مې زما لپاره د درواغ ويلو غوښتنه نه ده کړې . د تحقيق لپاره دواړو غاړو څلور ساعته سره منلي و کله چې دغه وخت پای ته ورسيده له ما څخه ګڼ سوالونه شپږ يا اووه ځله شوي وو ځکه چې وکيلانو غوښتل له دغه تحقيق څخه داسې اقرار ترلاسه کړي چې شرمونکی وي . تر اوسه پورې پر دغۀ تحقيق ٤٠ ميليونه ډالره لګيدلي دي او ايله يې دومره کړي چې د جنسي عمل پر تعريفولو يې غور وکړای شو .
له دغه تحقيق څخه شپږ نيمې بجې خلاص شوم . درې نيم ساعته وروسته مې بايد ملت ته وينا کړې وای . کله چې ملګرو او همکارانو ته ورغلم نو له ورايه خپه ښکاريدم دوی را ټول شوي و چې په شوې پېښې غور وکړي . په دغو دوستانو کې د سپينې ماڼۍ د شورا غړي هم و چې جک روف ، ډيويډ کينډل ، ميکي کنټور ، راهم امينول ، جېمز کاروېيل ، پال بيګالا ، هري او لينډا تامسن وه . چلسي هم هلته وه ، د اتو بجو شاوخوا له ښه بخته هيلري هم راغله .
موږ په دې سره خبرې کولې چې زۀ بايد څه ووايم . ټول په دې سره سلا و چې زۀ بايد خپله تيروتنه ومنم او دا هم ووايم چې دا خبره مې پټه کړې وه . پوښتنه دا وه چې د سټار پر پلټنو هم ګوزار وکړم او دا هم ووايم چې دغه پلټنه دې نوره ختمه شي که نه . نژدې د ټولو نظر دا و چې دغه کار بايد ونه کړم . ډير خلک وار دمخه خبر و چې سټار له چتې وتلی دی دوی دې ته په تمه وه چې زۀ خپله تيروتنه ومنم او زما پشېماني وګوري . زما ځينو دوستانو داسې سلا راکړه چې دوی ته ستراتيژيکه مشوره ښکاريده نور بيا په هغه څه هېښ شوي و چې ما کړي و . يوازې هيلرې د خپل نظر له ښوولو ډډه وکړه . هغې پر ټولو غږ کاوۀ چې يوازې مې پريږدي چې بيان وليکم .
په لس بجې مې امريکايي ولس ته د خپل تحقيق په باب خبرې وکړې او ورته ومې ويل چې د خپلې شخصي ناکامۍ پړه يوازې او يوازې زما په غاړه ده ، دا مې هم ومنل چې ما د خپلې ميرمن په ګډون ټول وغولول . ما وويل هڅه مې دا وه چې په دغې سياسي شوې قضيې کې چې اوس ختمه شوې ځان او خپله کورنۍ له ډيروشخصي پوښتنو وساتم . ما دا هم وويل چې د سټار تحقيق ډير اوږد شو ، ډير لګښت پرې وشو او ډير خلک يې وځورول . دا مې هم وويل چې دوه کاله وړاندې د وايټواټر په قضيه کې چې په رښتيا خپلواکه پلټنه وه زۀ او هيلرې بې ګناه ثابت شو . په پای کې مې دا وويل چې زۀ ژمن يم چې د خپلې کورنۍ ژوند بيرته سم کړم او هيله من يم چې د خپل ولس ژوند به هم بيرته د کرکترونو د خرابولو او د هغوی شخصي ژوندته د کتلو پر ځای ورغوو او پر مخ به لاړ شو . ما چې هر څه وويل پر هغو مې له زړۀ باور لارۀ خو زما غصه نه وه ليرې شوې او هغومره بخښنه مې ونه غوښته چې بايد غوښتې مې وای .
په سبا يې د کالنيو رخصتيو په مخه د مارته تاکونو ته وخوځيدو . عمومآ به ما ( دغو رخصتيو ته ) ورځې شمارلې چې له خپلې کورنۍ سره پاتې شم سږ کال پوهيدم چې دغو ورځو ته مو اړتيا لرله خو غوښتل مې کاش څلورويشت ساعته په کار بوخت وای . څرنګه چې پر سويلي چمن ( د سپينې ماڼۍ ) د چورلکې په لور خوځيدو ، چلسي زما او د هيلرې ترمنځ روانه وه ، عکاسانو زموږ عکسونه واخيستل چې زما پر مخ کې پټ درد يې له ورايه ښکاراوۀ . کله چې کامرې ورکې شوې زما لور او ميرمن خبرې راسره نه کولې .
ما لومړنۍ دوه ورځې ( له کورنۍ څخه ) د بخښنې په غوښتلو او پر القاعدې باندې د بريد په پلان جوړولو تيرې کړې . د شپې به هيلرې پاس د خوب خونې ته لاړه او زۀ به لاندې پر کوچ ويدۀ شوم .
زما د کاليزې پر ورځ ( د اګست ١٩ د زمري ٢٨ ) د سنډي برګر اداري مشر جنرال ډان کيريک د مارته تاکونو ته راغی چې هغه هدفونه راوښيي چې سي ای اې او د لوی درستيز دفتر غوره بللي دي . په دغو اهدافو کې په افغانستان کې د القاعدې کمپونه او په سوډان کې دوه نخښې وې . يوه د څرمنو کارخانه وه چې د اسامه پکې مالي ګټې خوندي وې او بله هم د کيميايي توکو فابريکه وه چې د سي ای اې په باور پکې يو ډول کيميايي توکي توليديدل چې د وي ايکس ډوله ګازونو د جوړښت لپاره کاريږي . ما د څرمنو کارخانه له دغه ليست څخه وايستله ځکه چې هغې القاعدې ته کوم پوځي ارزښت نه لارۀ ما دا هم غوښتل چې ملکي کسانو ته تاوان ونه رسيږي . پر کمپونو باندې بريد به په داسې وخت کيږي چې د استخباراتو له معلوماتو سره سم اسامه بن لادن او د هغه لوړ پوړي کسان خپله غونډه کوي .
د سهار پر درو بجو مې سنډي برګر ته وروستی امر ورکړ چې له پلان سره سم پر مخ لاړ شي . د عربي سمندرګي په شمال کې مې د متحدو ايالاتو سمندري بيړيو څخه پر افغانستان د کروز توغنديو د توغولو او د سوډان پر کيميايي فابريکې باندې مې له سرۀ سمندرګي څخه د کروزو د توغولو غوښتنه وکړه . ډيرو توغنديو خپل هدف وويشت خو اسامه بن لادن هغه ځای کې نه و چې د سي ای اې په ګومان بايد د توغنديو د توغيدا پر وخت وای . ځينو رپوټونو ويل چې دی له هغه ځايه دوه ساعته وړاندې خوځيدلی و خو موږ هيڅکله هم سل په سله کې پوی نه شو چې کيسه څه وه . له القاعدې سره تړلي ګڼ شمير کسان ووژل شول . دغه راز پاکستاني افسران هم مړۀ شول چې د رپوټونو ترمخه يې هلته کشميري ترهګر روزل . د سوډان د کيميايي توکو فابريکه ويجاړه شوه .
په مارته تاکونو کې د بريد تر اعلانونو وروسته زۀ بيرته واشنګټن ته وخوځيدم چې په څلور وروځو کې پر دويم ځل امريکايي ولس ته وينا وکړم. ما ولس ته وويل د دغه بريد امر مې ځکه کړی و چې پر سفارتونو باندې بريد القاعدې کړی و او (( شايد بن لادن نن سبا په نړۍ کې د نړيوالې ترهګرۍ لوی تنظيمونکی او مالي ملاتړی دی .)) دی هغه کس دی چې پر امريکا باندې يې د ترهګر بريد لو کړې او د ملکي او پوځي کس تر منځ توپير نه کوي . ما وويل چې زموږ بريد د اسلام پر ضد نه و (( بلکې د افراطيانو او قاتلانو پر ضد و.)) موږ له دوی سره په بيلا بيلو برخو کې له څو کلونو راهيسې په جګړه بوخت يوو او همدا جګړه به مو ځکه روانه وي چې (( دا به يوه اوږده او دوامداره مبارزه وي. ))
اسامه بن لادین دمجاهدینو په وخت کی افغانستان ته راغی نه دطالیبانو په وخت کی، دافغانستان تذکیره اوپاسپورت ورته داستاد ربانی لخوا ورکړی شو، کله چه په لمړی ځل طالیبان راڅرګند شول اوقندهار یی ونیو نواسامه بن لادن طالیبانو مشرتابه(ملاعمر ) ته په بد نظر کتل اوهم یی طالیبانو ته بدعتیان ویل، داچه بیل کلینټن ویلی دی چه داسامه استقبال ملاعمر وکړو دا بیخی دروغ خبره ده