تاند، دوشنبه، د قوس ۴مه: د سي آر ایس ایس  تحقیقاتي او مطالعاتي مرکز په کوربه توب د افغان او پاکستاني ځوانانو تر منځ د سولې لپاره د همغږۍ او روښانه راتلونکې کنفرانس جوړ شوی دی.

 په دغه کنفرانس کې ځوانانو په ولسي کچه د ګډو مشترکاتو لپاره د فرهنګ ادب او ورزش له لارې د کار په کولو ټینګار کړی دی.

 د دغه کنفرانس ګډونواله ثریا عزیزي وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ د اختلافات د سیاستوالو لخوا جوړ شوی دي، مګر په ولسي کچه خلک کولی شي چې یو بل وزغمي.

 پاکستانۍ وردا افتخار بیا وايي، د ځوانانو تر منځ دا ډول ناستې کولی شي چې د هیوادونو به کچه ترینګلي روابط بیرته ورغوي.

دغه کنفرانس ته د دواړو هېوادونو پنځوس ځوانان استازي وربلل شوي چې د یاد بنسټ له لوري له ۲۰۱۵ کال راهیسې دا ډول کنفرانسونه دوام لري.

3 thoughts on “د افغان او پاکستاني ځوانانو تر منځ د سولې د همغږۍ کنفرانس جوړ شو”
  1. د پښتون ژغورنې غورخنګ مخکښ مشر او له شمالي وزيرستان څخه د پاکستان د غړي محسن داوړ تيره ورځ مشال راډيو سره په خبرو کې په پاکستان تندې نيوکې وکړي او پاکستان يې يو ظالم او ناروا هيواد بللی دی.

    محس داوړ وایی پاکستان غواړې چې دوی تسليم او غلامانو په څير ژوند وکړې خو دوی به هيڅ کله د پاکستان ددې ناروا او ظالم حکومت په وړاندي تسليم نشې بلکې خپلې مبآرزې ته به دوام ورکړي.

    د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې د غورځنګ دې مشر دا خبرې له هغه وروسته وکړې چې د پښتون ژوغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتين په ګډون د دې غورځنګ ځينې غړو ته د پاکستانې حکومت له لورې په اسلام کې په مطبواعاتي کنفرانس کې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.

    بل خوا بيا د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتين له خپلو ملګرو سره په اسلام اباد کې ددې مطبوعاتي کنفرانس مخ د احتجاج په توګه ناست او وايې دوی ته د خبريالانو له لورې بلنه ورکړل شوي وه چې دې مطبوعاتي کنفرانس ته ورشې خو دپاکستان حکومت ورته اجازه نه ورکوي.

    د پښتون ژغورنې د غورځنګ د يو غړی رضا شاه وايې چې پاکستان ځکه په دغه ځای کې په دوی د خبرو بنديز لګولی، دنوموړې په وينا چې څه موده مخکې دلوی مبارز شهيد ارمان لوڼې په ژوند او مرګ باندي يو سيمنار وو چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ تر څنګ ځينو نورو ګوندونو هم ګډون کړی وو.

    رضا شاه زياتوي چې په دې غونډه کې خلکو خپل سپيڅلې جذبات څرګند کړل او دمحکوم وطن د ازادۍ لپاره يې چيغې ووهلې. چې پاکستان ترې سخت ووريد
    خو له همدې امله پاکستانی حکومت دوی ته اجازه نه ورکوي تر څو خلک د خپل روا حق غوښتنه وکړي.

    بل خوا بيا د مطبوعاتي کنفرانس غړی او د پاکستان پخوانی خبريال ضياالدين وايې چې دوی هره اونۍ په بيلا بيلو موضوعاتو کار پوهانو او سياسي شنوونکې را غواړي له هغوی سره په داسې مسايلو خبريالان بحث کوي چې په رسنيو کې نه خپريږې چې دا ځل يې منظور پښتين وربللی وو.

    ضياالدين زياته کړه چې په پاکستان د بيان ازادې له خطر سره مخ ده او په رسنيو ډير بنديزونه لګيدي دي.
    ده د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې بايد رسينو ته احازه ورکړي چې خپل پراخ پوښښ پيل کړي نوموړی وايې چې د بيان ازادې د وکړو اساسې حق دی هيڅ يې د سلبولو حق نه لرې.

    د يادونې وړ ده چې پاکستانې رسنۍ تر ډیره ددې هيواد د پوځ تر اغيز لاندي دي او نشې کولای په خپل سر هر ډول مطالب خپاره کړي.

  2. ښه کاری دی مګر پدی شرط چی ددی ځوانانو مینځ کی د پاکستان د استخباراتو کسان او نماینده ګان نه وی ځکه دوی کوښښ کوی چی افغان ځوانانو کی داسی کسان پیدا او نښه کړی چی د افغانستان د آبادی او سوکالی لپاره نیک نیت لری

    مګر کچیری موږ ۴۰ کلن جنګی او ورور وژنی تاریخ ته زیر شو هیڅکله پاکستان پدی هیواد کی داسی کس نده پریښی چی ددی ولس درد غږ نړی او د پاکستان د ولس غوږونو ته رسوی چی پاکستان پوځ او استخبارات د افغانانو اصلی قاتلین او دښمن دی

  3. دافغانستان او پاکستان ځوانان دی دبولدك او چمن په دروازه کی دپاکستانی ملیشی دهغه ظلم او زیاتی مخه ونیسی چی دباډر په دروازه یی دافغان مسافرو سره شروع کړی پاکستانی ملیشو داڅکزیوڅایی لوچکان لنډغران یا ددوی په اصطلاح لغړیان خوشی کړی دپاکستانی ملیشی په خوا او دهغوی په حضور کی مسافر مهاجر سخه پیسی اخلی په جبویی په زور لاس ننباسی قیمتی شیان ورڅخه باسی افغانی او پاکستانی فولیس یی ننداره کوی ځکه دوجانبه فولیس اڅکزیی ده هغه باغیوره قنداریان هلمندیان زابلیان روزګانیان چی په سر مچ نه فریږدی خو متاسفانه دویش بولدک په باډر یی ختی ختلی وی یو لوچک لغړی یی له جبو پیسی باسی هیڅ نشی ورته ویلی ۰۰۰ رسنی هم چپه خولی ده دقندهار قومندان هم اڅکزیی ده هیڅ نه وایی او دچمن قومی مشران هم پټه خوله ده خو متاسفانه داسی مسافر به کم وی چی دبولدک په لاره توهین نه شی جب یی غلا نشی دهغی ځایی ملیشی په ملتیا چی دباډر امنیت ورسره ده دتاند له محترمی اداری هیله لرو چی له مسافرو فوښتنه وکړی او ددی قضی وضاحت له مربوطه مسولینو وفوشتی او رسنیزه یی کړی تر څو دمسافرو فریاد سخه عالم خبر کړی او دِه دظلم لړی پایی ومومی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *