ژباړه: حامد مشواڼی  

خلک ويني چې هر ژوندی موجود له يو څه مودې وروسته مري، خو له دې سره سره دا ډېره عجيبه خبره ده چې هېڅوک د خپل مرګ په اړه فکر نه کوي. د نورو مړينه ګوري، خو هېڅکله د خپل مرګ په اړه فکر نه کوي. په اوسنۍ زمانه کې د ډي اِن ای DNA  اختراع د دې سوال ځواب وايي. دا يو نوی ساينس دی. په دې باندې د دنيا لويو لويو ککريو کار کړی دی. په دې کې د هندوستان د نوبل جايزې ګټونکی ډاکټر هرګوبند کهورانا (مړينه:۲۰۱۱) هم شامل دی. له دې څېړنې څخه دا معلومېږي چې د هر انسان په بدن کې تقريبًا سل ټريليونه ژوندي حجرات وي. د هرې حجرې په هسته کې DNA شته چې په سترګو نه ليدل کېږي. په DNA کې دننه د انساني شخصيت په اړه ټول کوچني او لوی معلومات موجود وي. دا معلومات دومره زيات وي، چې که دا هر کوډ پرانېستل شي، نو د برټانيکا د دايرة المعارف په څېر پنډ وي، مليونونه پاڼې لري. 

په DNA کې د انساني شخصيت په اړه ټول معلومات درج شوي وي، خو په دې ليست کې يوه استثناء ده او هغه مرګ دی. د DNA دا اوږد ليست د مرګ له تصور څخه خالي دی. د مرګ تصور د انسان په شخصيت کې نه شته؛ همدا وجه ده چې انسان د نورو مرګ ګوري خو هېڅکله د خپلې مړينې په اړه فکر نه کوي. دا د انسان ازموينه ده. د هېچا د DNA په پروګرام کې مرګ نه شته، بلکې دا مستقيمًا د الله تعالی تر فيصلې لاندې وي. بريالی انسان هغه دی چې په ځان کې د دې پروګرامونو يو مخالف فکر هم پيدا کړي، د الله تعالی د فيصلو له مخې د مرګ پديده ومومي او د هغې مطابق خپل ژوند تنظيم کړي. 

الرساله، نومبر ۲۰۱۶

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *