ټولنیز، سیاسي ، اقتصادي تحولات او د حزبي منشوراتو څخه انحراف د استبدادي واکمنۍ ته د رسیدا له عمده او اساسي عناصرو شمیرل کیږي ، دا چې استبدادي واکمني په خپل ځان کې کمي ګټې او تاوانونه لري په مختصره توګه یې څیړو.
تر ملت قدرت ته ترجیح؛

په استبداي واکمنۍ کې قدرت د یوه حزب او یا یو کس سره وي، تر ملي ګټو او ملي ارزښتونو خپل حاکمیت ته ترجیح کوي او ژمن وي ځکه دوی یا دی د ولس سره د تعهد او ژمني پر اساس نه بلکې قدرت ته د داسي لارو رسېدلي وي له لویه سره ولس هیڅ په کې ښکېل نه وي یا داچې که استثناءً و واک ته په رسېدو کې د ولس څه نا څه همکاري هم وي خو دوی خپل فعالیت و زور د قدرت یا واک و سیله ګڼي نه ولس.
انحصار؛
په استبدادي رژیمونو کې واک تر یوې کړۍ، کورنۍ او یو حزب محدود وي، د دوی افکار د ملت پر تسخیر او د واګمنۍ تر بقا محدود وي، دوی یا دی هغه څوک د واک مستحق نه ګڼي چې د دوی، له کورنۍ ، کړۍ، او یا د حزب بااعتماده اشخاصو څخه نه وي، که یې اهلیت نه لري او کنه دوی د دولت مهم اورګانونه په هغه اشخاصو مخ ته وړي چې د یادو امتیازاتو درلودونکی وي.
جبر او تشدد؛
کله چې مستبد رژیمونه د هغوی واک یا قدرت ته ګواښ محسوس کړي نو هر هغه څه کوي چې د دوی په اند یې مخنیوی کیږي ، د اشخاصو ترور ، د اشخاصو په جنایت متهمول او بیا په خپله خوښه محاکمه کول ، د دوی د واکمنۍ ساتلو په لار کئ جزیی او عادي کړنلاري دۍ خو نړۍ ددې شاهده ده چې تر ټول ملت تر بربادۍ یۍ خپل حاکمیت غوره ګڼلی دی.
ملت غلام جوړول؛
د استبدادي واکمنۍ یو له ناوړه پدېدو بله ناوړه پدیده دا ده چې د واکمنۍ ساتلو د پاره پر ملت داسي احکام تنفذوي چې هغوی په بشپړه توګه معاصره غلامان یا مریان کړي ، روب یا په بل عبارت د تشدد د داسي لارو کار اخلي چې په ملت کې د رژیم په مقابل د څه ویلو یا کولو بشپړ جرئت واخلي او ملت په پټو سترګو او چپه خوله د خپلو امورو تابع کړي.
د اسلام د نظره؛
د اسلام تر ستر لارښود محمدرسوالله (ص) ورسته ټول خلیفګان د معتبرو اصحابو په خوښه او مشوره ټاکل شوی دی یوه یي هم ځان خپله خلیفه نه دی ګرزولی او نه یې ددې هڅه کړې ده. محمدرسوالله (ص) فرمایي پر شپږو ډلو خلګو زه لعنت وایم او الله ج هم ورباندي لعنت وایی چې یو له هغو څخه شخص دی چې حکومت په زوره تر لاسه کوي.(مشکاة باب ا لا یمان). په اسلام کې حکومت باید د ظلم، زور، او درواغو څخه په بشپړه توګه پاک وي په داسي حال کې چې د استبدادي حاکمیت بنیادي عناصر ، ظلم زور، درواغ، او چل وفریب دي، او بیله دې پایښت نه شي کولای.
استبدادي حاکمیت توجیه کول ؛
د پورتنیو دلایلو په اساس که چیري عقل، منطق او یو معقول سالم استدلال موجود وي نو د استبدادي حاکمیت توجیه د لویه سره ناممکنه ده او مهمه پکښي داده چې مطلق استبدادي حاکمیت په اسلام کې مطلق حرام او جنایت دی او مطلق استبداد توجیه کول پر حرامو د حلالو مطلق حکم دی او اسلامي شریعت کې پر حرامو د حلالو حکم هم واضح دی چې ممکن هر مسلمان ځني خبر وي، زموږ وجیبه تشریح وه نور نو واقعیتونه او حقایق منل او نه منل په موږ تعلق نه لري.