تاند، دوشنبه، د قوس ۴مه: په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو نن د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ډلې له مشر عبدالله عبدالله سره پر انتخاباتي مسایلو خبرې وکړې.
یوناما پر خپل ټویټر لیکلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یاماموتو ښاغلی عبدالله هڅولی چې له انتخاباتي چارواکو سره کار وکړي څو د ولسمشرۍ د انتخاباتو بهیر د باوري شي او او پایلې یې اعلان شي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستاندوی دفتر مشر په داسې حال کې د ولسمشرۍ له کاندید عبدالله عبدالله سره ګوري چې د نوموړي انتخاباتي ټیم د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د رایو د بیا شمېرنې او څېړنې له بهیر سره مخالفت کړی او ملاتړو یې لږ تر لږه په اوو ولایتونو کې د رایو د بیا شمیرنې او څېړنې د بهیر مخه نیولې ده.
عبدالله علبدالله په تېرو دوو دورو کې هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید و او دواړه واري یې د پایلو له منلو انکار کړی و.
د ښاغلي عبدالله د ثبات او همپالنې ډله همداراز یوناما د یو خاص ټیم په ملاتړ تورونوي او غړي یې محمد محقق څو ورځې وړاندې د یوناما مشر یاماموتو بیغیرته او رشوتخور بللی و.
خو یاماماتو د انتخاباتو په کمیسیون کې د عبدالله د پلوي کمیشنر مولانا عبدالله پر وړاندې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د اقدام غوښتنه کړې ده. نوموړي د کمیسیون د یوه غړي قوم او مذهب ته بد رد ویلي و.