د هیواد په تاریخ کې ټاکنې ډیره اوږده مخینه نلري او د تیرو څلورو لسیزو راپدیخوا دا څلورم ځل دې چې د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي، خو هرځل ټاکنې د ستونزو او درغلۍ له ادعاوو سره ملې وي. بایلونکی لوری د ټاکنو پایلې نه مني او د امتیاز اخیستلو لپاره د کړکیچ د رامنځ ته کولو هڅه کوي، دا ډول کړنه د هیواد د ځینو سیاسیونو په عادت بدله شوې او په نه منم مشهور شوي، په تیرو ټاکنو کې هم همداسې وشول چې بایلونکي لوري د ټاکنو د پایلو د نه منلو او کړکیچ رامنځ کولو په ګواښ سره ځان په حکومت کې شریک کړ او پنځه کاله یې د نیم حکومت امتیازات واخیستل.

اوسنۍ ټاکنې چې لا یې لومړنۍ پایلې نه دي په ډاګه شوي له لومړي سره له ستونزو سره مخ وې، ځکه ډیرې سیاسیونو او بهرنیو ملاتړو د ټاکنو له ترسره کیدو سره دلچسپي نه درلوده او تر دې چې ځینو مطرح نوماندانو چې اوس د رایو د اخیستلو غټې غتې دعوې کوي حتي د سولې د خبرو اترو تر دریدو پورې خپل ټاکنیز کمپاینونه نه وو پیل کړي. 

یوازې ولسمشرغني او ټیم یې په ټاکنو ټینګار کاوه او کلک عزم یی درلود چې ټاکنې به ترسره کوي او واک به په قانوني ډول د ټاکنو له لارې د خلکو په خوښه او اراده لیږدوي، یو مشروع، قانوني او قوي حکومت به رامنځ ته کوي او بیا به له یو قوي موقف او آدرسه د سولې خبرې پیلوي. او چا ته به دا اجازه ورنکړي چې یو ځل بیا یو غیرمشروع موقت یا سرپرست حکومت د افغانستان په خلکو وتپي. 

ولسمشر له لومړۍ ورځې کوښښ کړې چې د ټاکنو په ټولو پړاوونو کې ځان بی پرې وساتې او د ټاکنو د کمیسونونو د خپلواکۍ او بې پریتوب ملاتړ یې کړې. د شفافیت د هڅو ښه بیلګه یې د کمیسونونو د کمیشنرانو ګمارل وو چې د ټولو نوماندانو په رایې او خوښه وګومارل شول، ولسمشر سره له دې چې قانوني حق یې درلود تر څو خپله کمیشنران وګماري خو له ځان تیریدنه یې وښوده او د نورو نوماندانو غوندې یې د کمیشنرانو په ټاکلو کې د یوې رایی حق درلود چې هغه یې هم استعمال نه کړ.

د ټاکنیزو کمپاینونو په موده کې یې کله هم له کوم دولتي چارواکي دا غوښتنه نه ده کړې چې د ده لپاره کمپاین وکړي او یا هم دولتي منابع د ده په ګټه وکاروي. او په دغه موده کې ترټولو ډیرې قربانۍ دولت ساز ټیم ورکړي، د کمپاین په لومړۍ ورځ د دولت ساز ټیم د لومړي مرستیال په دفتر ډله ییز ځانمرګې برید وشو، د پروان په غونډه ځانمرګی برید وشو او په شمالي کې یې کمپاینران د نامعلومو وسلوالو له خوا شهیدان شول. خو دې ټولو بریدونو او ستونزو د دوی ارادې کمزورې نه کړې او د یو پرمختللي افغانستان او قوي دولت د جوړولو لپاره یې د خلکو د رایو ترلاسه کولو لپاره تر پایه خپلې هلې ځلې ونه درولې.

دولت ساز ټیم له پیله له یوې قوي برنامې او پلان سره پرته له کومې پټې معاملې د ټاکنو ډګر ته راوتلې وو او دهیواد د هوساینې او پرمختګ لپاره یې قوي هوډ درلود خو په مقابل کې نور ټیمونه له پیله له تزلزل سره مخ وو، یو ټیم خو له ټاکنو مخکې وپاشل شو او غړي یی در په در یو او بل دربار ته د معاملو او امتیاز ترلاسه کولو لپاره ولاړل. 

نورو ټیمونو هم د هیواد د راتلونکې لپاره کومه برنامه او پلان نه درلود چې خلکو ته یې د کمپاینونو پر وخت تشریح کړي او پردې یې قانع کړي ترڅو دوی ته رایه ورکړي او ټول وخت یې پر دولت ساز ټیم په ځایه نیوکو، تورونو او ټوکو ټکالو تیر کړ. دوی د پخوا په څیر فکر کوو چې د رایو قومي بانکونه ورسره دي او خلک به یو ځل بیا په پټو سترګو دوی ته رای ورکړي او ځینو ټیمونو خو خپله بریا د کمپایني غونډو د لویوالې له مخې حسابوله.

د رایې اچولو د ورځې په پای کې د ثبات او همګرایی ټیم مشر د خپل پخواني عادت له مخې په خپل لمړنې خبري کنفرانس کې ددی پرځای چې له امنیتي ځواکونو او خلکو څخه مننه وکړي او ددوی سرښندنو ته درناوی وکړي چې د یوې مهمې ملي پروسې په بریالیتوب کې یې برخه واخیسته، د ټولو اوصولو او قوانینو په خلاف یی خپله بریا وار له مخه اعلان کړه او دولت ساز ټیم یې پرته له کوم ثبوت او اسنادو به درغلۍ تورن کړ او د خلکو د اذهانو د مغشوشولو او کړکیچ ته د زمیني د برابرولو لپاره یی وویل چې د ټاکنو پایله ورته د منلو نده.

له هغې وروسته دوی په ټولو خبري کنفرانسونو کې کوښښ کړې چې د ټاکنو پروسه بدنامه کړي او د بیځایه تورونو او تهمتونو په لګولو سره د خلکو ذهنونه مغشوش کړي او کړکیچ ته زمینه برابره کړي، ددوی په وروستې خبري کنفرانس کې چې د لویی جرګې په خیمه کې یی نیولې وو ډاکټر عبدالله ویلو ته هيڅ نه درلودل او نه پوهیدو چې خلکو ته څه ووایی نو په امنیتي ځواکونو یې هم رحم ونکړ او تور یې پرې پورې کړ چې ددوی ناظر یې وژلې، چې وروسته د کورنیو چارو وزارت او د آمریکا سفارت د اعلامیو له مخې معلومه شوه چې دا هم هسې تشه د درواغو ادعا وه.

نوموړې ټیم چې خپله ماتې ورته له لمړۍ ورځې څرګنده شوی او پردې پوهه شوي چې ولس دوی پیژندلې او د رایو په نه ورکولو یی ورته د رد ځواب ورکړي، اوس غواړي د درواغجنو سناریوګانو او شور او غوغا جوړولو له لارې یوځل بیا په قدرت کې ځان شریک کړي او یا یو څه امتیازات لاس ته راوړي. 

د ثبات او همګرایې ټیم سیاسیون لکه څنګه چې له لومړۍ ورځې معلوم دي چې دوی سیاسي پوهه او اخلاق نه لري او په خپلو ویناوو کې د مقابل لوري هیڅ حریم ته درناوی نه کوي همداشان د هیواد حیثیت او اعتبار هم ورته ارزښت نلري، ښه بیلګه یې د ښاغلي محقق وینا ده چې د یوناما مشر یې ښکنځلی او په رشوت اخیستلو یې تورن کړی او بل ښاغلي دوستم یې امنیتي ځواکونه په مرمۍ ویشتلو ګواښلي.

خو له دې ټولو سره د ښاغلي امرالله صالح په خبره چې په دې ټیم کې هرڅه شته پرته له ثبات څخه، په دې وروستیو کې داسې نښې ښکاري چې په رښتیا هم دوی له بې ثباتۍ سره مخ شوي ځکه ښاغلی کریم خلیلي، انوارالحق احدي او ځینې نورې مطرح څیرې د دوی په وروستیو غونډو کې نه څرګندیږي.  

او له ښاغلي حکمتیار سره د ډاکټر عبدالله له وروستیو لیدو کتو هم داسې څرګندیږې چې عبدالله یوازې شوی او له محقق پرته ورسره نور څوک نه دي پاتې ځکه حکمتیار د ده پخوانی دښمن و او تر پرونه د حکمتیار نوم په خوله اخیستل ورته خپل سپکاوی ښکاره کیده خو نن مجبوریت دې ته اړ کړ چې د هغه دربار ته پناه یوسي او د نوې معاملې تار ورسره وغځوي. 

ښاغلي حکمتیار هم، چې په لومړیو کې په خپلو یو څو لویو او پراخو کمپایني غونډو ډاډه و، فکر کاوو چې د ټاکنو ګټونکی دی، خو پر دې نه و خبر چې څوک چې د ده غونډو ته راځي دوی تذکرې سټیکر لري او که نه او یا به دوی ته رایه ورکړي او که نه؟ ځکه دا مهمه نه ده چې څوک د چا د کمپاین غونډې ته ورشي باید همده ته رایه ورکړي. خلک د هر چا د خبرو او برنامو اوریدو ته ورځي بیا پریکړه کوي چې چاته خپله رایه ورکړي. 

ښاغلي رحمت الله نبیل هم په ولسمشر پرته له کوم اسنادو او شواهدو د درواغو تورونه او تهمتونه لګول او فکر یې کاو ه چې په دې سره کولای شي د خلکو احساسات راوپاروي او رایې به خپلې کړي خو اوس ورته معلومه شوه چې د جمهوري ریاست ترلاسه کول دومره هم آسانه نه دي لکه څرنګه چې ده فکر کړی و. 

دوی ټولو ټیمونو چې خپله ماته لیدلې او په دې پوه شوي چې د هیواد په سیاسي راتلونکې کې نور د دوی ځای نشته او خپل ټول امتیازات چې په تیرو اتلس کلونو کې یې په یو او بل نوم ترلاسه کول له لاسه ورکوي، نو اوس د جنجال جوړولو او د خپلو شخصي ګتو د تضمینولو لپاره خپلې وروستۍ هڅې کوي او غواړي د خلکو د احساساتو په راپارولو هیواد یو ځل بیا د کړکیچ خواته یوسي، خو دوی باید پوه شي چي اوس خلک هوښیار شوي نور د دوی په درواغو باور نه کوي او نه هم اوس د دوی قومي، مذهبي او سمتي شراچوونکې خبرې خریدار لري، اوس هغه وختونه تیر شوي چې تش د دوی په نوم خلکو سرونه سره ماتول، چې په پایله کې یې دوی د قصرونو، بلډینګونو او په بهرنیو هیوادونو کې د سرمایې خاوندان شول، اولادونو یې د نړۍ په پرمختللو پوهنتونونو کې زده کړې وکړې او ولس ته کونډې، یتیمان او وران کورونه ورپه برخه شول. 

او له بل پلوه؛ دا هیواد اوس بې خاونده ندې زړور امنتي سرتیرې لري چې د هر هغه چا خولې به په سوک سمې کړي چې د خلکو د ارادې او قانون په وړاندې ودریږي او د خپلو شخصي ګټو او چوکۍ لپاره په هیواد کې کړکیچ او تاوتریخوالي ته لمن ووهي.

نو ښه به دا وي چې ټول ټاکنیز ټیمونه د خلکو رایو ته درناوې وکړي او د ټاکنیزو کمیسونو کارونو ته خنډونه جوړ نکړي او دوی پریږدي چې په خپلواک ډول خپل کارونه سرته ورسوي، د خلکو رایی یرغمل کول او په هیواد کې کړکیچ او تاوتریخوالي ته لمن وهل له دښمن پسره لاس یو کول دي.  


د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی حتمي نه دی.

One thought on “عادت بلا په بسم الله نه اوړي! | اسدالله ولي/ یما هوتک”
  1. یو وخت دوستم ګوند په رسانیو کی ویل چی اشرف غنی کامیاب شو هغه زموږ د ازبکو قوم د رایو زور وو چی اشرف غنی ارګ ته ورسیده ولی اوس عبدالله سره دا مرسته ونشوه کړای آیا عبدالله سره فریب وکړ یا مخکینی خبری ټول درواغ وو؟
    کریم خلیلی به یی ښوده چی د هزاره قوم کی د رایو بانک لری اشرف غنی چی ارګ ته ورسیده نو هزاره قوم ټول رایه ورسره وه نو دوی هم ولی له عبدالله سره دوکه وکړه آیا عبدالله د دولت د مدیریت چاری نشی مخی ته بولی یا د دوی مخکینی رسانه یی خبری یو خیال وو؟
    اوس خبره داده چی زیاتره کوچی قومی استازو له عبدالله څخه ملاتړ اعلان کړ ولی رایه ورته استعمال نکړه د دوی ملاتړ یو شعار یا عبدالله د دوی څوکی وړ کس نه بولی؟
    را به شو دیته چی دوستم ، محقق او داسی نور جهادی مشرانو په شمول اسماعیل خان او صلاح الدین ربانی ولی د عبدالله سره دوکه وکړه او ولی هغومره رایو ټټر چی ډبولی وو پیدا نکړی ؟

    باید دومره ووایم چی ولس اوس پوهیږی چی عبدالله د اجرایه ریاست کوم د خیر کار د ولس لپاره کړی بی لدی چی ملی پروژو او ملی ګټو خلاف غږ پورته کړی بل څه ندی کړی ځکه د ده هر غبرګون په هره موضوع کی رسانه یی کیده نو لازمه نده چی ولس ورباندی منحیث د ولسمشر باور او اعتماد وکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *