مجیب حلیمي
هره پروګرامینګ ژبه خپله تګلاره یانې (Syntax) لري او د مختلفو اشخاصو او ادارتو له خوا جوړې شوي دي چې پروګرامر۱ پکې د کاروبار، ښوونځیو، پوهنتونو، د څار آلو او داسې نورو لپاره پکې کوډ لیکي، چې د جوړولو په وخت ځینې کوډونه سم کار نه کوي او یا هم معلومات په سمه توګه نه زخیره کوي، چې د دې غلطیانو د پېدا کولو ته په انګلیسي ژبه کې (Debugging) وایې چې هره ژبه بیا خپل ډېبګر۲ او کمپیلر۳ لري، چې د کمپایل څخه وروسته د ډېبګر پر مټ یې موږ ته د پروګرامر له خوا لیکل شوي کوډ غلطیانې را په نښه کوي او بیا د حل لپاره هلې ځلې کوو.
موږ ځینې پروګرامینګ ژبې لرو چې مخصوص ډېسکټاپ اپلیکشن (د کمپیوټر پوستکالی) او همدارنګه د وېب اپلکیشن (د نړیوال جال اپلکیشن) لپاره پکاریږي چې د غلطیانو د معلومولو لپاره خپل (Debugger) یا څارونکې لري، لکه سي شارپ (C#) یوه ژبه ده چې د مایکروسافټ کمپنې له خوا جوړه ده او نسبتآ نورو ژبو ته ډېره مشهوره هم ده دا په ویژول سټوډیو پوستکالي کې کار کوي چې د سي شارپ د ژبې د کوډ څارنه پکې په اسانه کولی او شوې غلطیانې پېدا او ختمولی شو.
همدارنګه موږ بیا ځینې ژبې د وېب اپلکیشن لپاره هم کاروو چې پر مټ یې د نړېوال جال لپاره وېب اپلکیشن جوړولی شو، لکه ASP.Net،Python,PHP چې دا یې مشهورې ټیکنالوژیانې دي چې هره یوه یې خپل څارونکی لري چې د کمپیل وروسته چلانیږي او د شوي کوډ غلطي موږ ته په نښه کوي.
چې د لیکل شوي کوډ غلطیانې په لاندې ډول وي چې شمېرې لري. هره شمېره خپله ځانګړنه لري چې بیا یو پروګرامر پرې پوهیږي.
۴۰۴ شميره
دا شمیره د وېب په ژبو کې د نامعلوم یا ورک معلومات موږ ته راکوي لکه زه یو انځور غواړم په وېبپاڼه کې وښیم نو که انځور زموږ سره نه وي نو دا شمیره به غلطي موږ ته له کمپیل وروسته ډېبګر یا څارونکی ښکاره کوي.
۵۰۰ شمیره
دا شمیره د وېب په ژبو کې د داخلي سرور غلطي مورا په ګوته کوي چې هدف یې د معلوماتو د راخیستو او یا زخیره کولو په پروسې کې غلطي وجود لري، نو دا شمیره به موږ ته ښکاره کوي.
۴۰۲ شمیره
دا شمیره د وېب په ژبو کې هغه وخت راښکاره کیږي کله چې د انلاین پېمېنټ یا د انلاین خرید طریقه یا طرزالعمل غلط وي.
۳۰۲ شمیره
دا شمیره د وېب په ژبو کې د تړوني یا لینک غلطي مونږ ته په ګوته کوي،چې هدف یې دا چې لینک یا تړونې مو غلط لیکلې دی،نو دا کوډ به مونږ ته ښکاره کوي.
۵۰۲ شمیره
دا شمیره د وېب په ژبو کې دا غلطي مونږ ته په ګوته کوي،چې یو سرور د بل سرور څخه غلط معلومات تر لاسه کړي چې په انګلیسي ژبه کې ورته (Bad Gatway) هم وایې.
۲۰۲ شمیره
دا شمیره د وېب په ژبو کې دا غلطي مونږ ته په ګوته کوي،چې د یوې عملیې د اجرا وخت د معلوم وخت څخه زیات شوې دی.
۲۰۰ شمیره
دا شمیره د وېب په ژبو کې دا موږ ته په ګوته کوي چې ستاسې عملیي په سمه توګه اجرا کیږي او پوستکالی مو په نورمال ډول کار کوي.