جنرال عبدالرشید دوستم

تاند، سه شنبه، د قوس ۵مه: جنرال عبدالرشید دوستم په جوزجان کې په خپله شخصي ځمکه د شمال تر ټولو ستر پوهنتون جوړول غواړي.

د راپور له مخې جنرال دوستم خپله ۲۰ جریبه ځمکه چې ۴۰ زره متر مربع کېږي، دغه پوهنتون ته ورکړې ده او وايي چې ژر به کار پرې پیل کړي.

ښاغلي دوستم د دې خبرې اعلان د شبرغان ښار له کسبګرو سره په لیدنه کې کړی دی او ویلي یې دي چې د خپلې شخصي ځمکې یوه برخه به د شبرغان ښاروالۍ ته هم ور وبخښي، چې ټول اررښت یې د جنرال دوستم په وینا ۱۵ میلیونه ډالر کېږي.

ښاغلی دوستم په داسې حال کې د شمال لپاره د تر ټولو ستر پوهنتون جوړولو خبره کوي چې د عقرب میاشت کې یې د شبرغان یو شمیر ځوانانو سره په لیدنه کې ویلي وو چې ترکیه غواړي په شمالي ولایتونو کې تر ټولو ستر پوهنتون جوړ کړي.

ښاغلی دوستم د افغانستان د کورنیو جګړو په تاریخ کې په پراخو بشري جنایتونو تورن هم دی.

One thought on “دوستم په شمال کې تر ټولو ستر پوهنتون جوړوي”
  1. لکه چې عبدالرشید دوستم د عمر په پای کې د ټولو ګناهو کفاره د دې پوهنتون په جوړولو سره ادا کړه. الله ج د ټولو سیاسونو ، د ګوندونو مشرانو او هغوی ته چې باد راوړې سرمایې لري ، داسې توفیق ورکړي چې د هغو په وسیله له یوې خوا خپل نوم دایمي او جاویدان کړي او له بلې خوا راتلونکو نسلونو ته د توپک او جګړې پرځای د پوهنې ، تحصیل او زده کړې دروازې پرانیزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *