تاند، سه شنبه، د قوس ۵مخه: د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته داځل د ۳۰ پاکستانیانو او ۲ ترکانو په ګډون د داعش جنګیالیو بله ۶۲ کسیزه ډله تسلیم شوې ده.
د اچین ولسوال تمیم عارف وايي، دغه داعشیان په اچین کې د روانو عملیاتو د فشار له کبله افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي، ځکه دغې ډلې خپل نظامي ځواک له لاسه ورکړی دی.
د چارواکو په خبره دغو وسله والو افغان ځواکونو ته خپل کلاشنکوفونه، تفنګچې او نور تجهیزات هم سپارلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د تسلیم شویو داعشیانو په ډله کې ۱۰ تنه هندیانو هم افغان ځواکونو ته ځان سپارلی و.
د دفاع وزارت د قول له مخې تردې دمه له ۷۰۰ زیات داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
که تورکان دي که پاکستانیان، کوربه یې خیرن جاهل پټانی دی. ځنګلي پټاني هغه انجنیران وداړل چې مکتب و سړک و کانال یې ور جوړول، خو پردي وژونکي یال داران یې د حجرو ملیمانه وو
د تاسی د رسانی په مطابق ریس جمهور امر کړی چی پاکستان داعشیان بیرته د پښتنو مشرانو ته تسلیم کړی زما په نظر دا هغو کورنیو په وړاندی به جفاوی چی په د افغانستان په زیاتو ولایتونو کی اوهمدارنګه کابل کی د دوی له انتحار او انفجار په واسطه وژل شوی دی ځکه دوی یوځل باید محاکمه او څارنوالی شی
ځکه بی له محاکمی ددی کسانو سپارل پاکستان دولت داسی معنا ورکوی چی چاته توپک ورکوی چی یوځل بیا می هم ووژنه ځکه سم نه یم وژل شوی لا تر اوسه ژوندی یم
دا درنی درنی وسلی څه شولی
ګل محمد ، نوري ورور ! رئيس جمهور غني ، د پښتونوالې تاريخي قانون په اساس ښځې او ماشومان ياد کړيدي چې د پښتنو مشرانو ته به ئې وسپارو او درې ځله ئې په لوړ آواز وويل چې پاکستان ته ئې نه ورکوو ، نارينه ئې ندي ياد کړي