تاند، سه شنبه، د قوس ۵مه: په شمال کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو ابتدائیه محکمې یو افغان سرتېری د خپل قومندان د وژنې په جرم په اعدام محکوم کړ.

 د شاهین قول اردو لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي، د دریم کنډک او دویمې لوا د ثقیله ټولي یو بریدمل سید موسی، د خپل قومندان حشمت الله په عمدي وژنه کې مجرم ثابت شوی او د اعدام حکم پرې شوی خو نوموړیحق لري چې د استیناف غوښتنه وکړي.

 خبرپاڼه وايي، سید موسی، یوه میاشت وړاندې د عقرب په ۲مه خپل قومندان په سرپل کې د هغه د درې میاشتې معاش نه حواله کېدو له کبله وژلی و.

دا په داسې حال کې ده چې سیګار وايي، سږ کال په افغانستان کې د پوځ دننه پر یو بل ۴۹ بریدونه شوي دي چې ۱۶۷ سرتېري یې قرباني شوي دي.

One thought on “یو افغان سرتېری د خپل قومندان د وژنې په جرم اعدامېږي”
  1. The solder did not receive his salaries for 3 months, this is long time. more difficult is if the solder has family and children. May be his boss was taking his money.It is common.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *