تاند، سه شنبه، د قوس ۵مه: د افغانستان د مخابراتو د تنظیم اداره یا اترا وايي، چې طالبانو سږ کال په اتو میاشتو کې د طالبانو ۲۲۰ مخابراتي پایې په بمونو الوځولي چې له کبله یې له ۳۳ نه تر ۵۰ میلیونه ډالرو پورې تاوان اوښتی دی.
د اترا په وینا، د طالبانو د دغسې ګواښونو له کبله په ټول هېواد کې ۳۰ سلنه مخابراتي خدمات راکم شوي دي.
د اترا د څار رئیس سید حارث میر وايي، د دغو ۲۲۰ مخابراتي پایو تخریب په دې معنا دی چې په ۲۲۰ سیمو کې مخابراتي خدمتونه له منځه وړل شوي دي: (( فراه، کندوز، غزني، زابل، بغلان او بلخ هغه ولایتونه دي چې طالبان په مخابراتي شبکو تر ټولو زیات بریدونه په کې کوي، ځینو ولایتونو کې د شپې لخوا مخابراتي خدمتونه د طالبانو لخوا قطع کېږي.))
طالبانو تر اوسه د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو په ډېری ولایتونو کې دا ډله نه پرېږدي چې مخابراتي شبکې کار وکړي.
د طالبانو دلیل دا دی چې دوی وايي، د مخابراتي شبکو د فعالیت په وجه د دوی پټنځایونه اسانه پیدا کېږي.