دا د روسیې سنټ پیترز بورګ ښار دی چې د ۱۷۰۳ میلادي کال د مې په ۲۷ مه یې د بنسټ ډبره لوی څار پیتر کېښوده. دا ښار تر ۱۹۱۹ پوري د روسیې پلازمېنه و. کمونستانو یې نوم وربدل کړ خو د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته لینین ګراد بېرته په پیترز بورګ بدل شو. په دغه ښار کې د ارمیتاژ موزیم د نړۍ یو له څو تر ټولو مهمو موزیمونو څخه دی.