تاند، چهار شنبه، د قوس ۶مه: د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، جمهور رئیس محمد اشرف غني نن پروان ولایت ته تللی دی.

له ولسمشر غني سره په دې سفر کې یو لوړرتبه دولتي پلاوی هم تللی چې د جبل السراج ماڼۍ د رغېدنې چارې به وڅاري او له ځايي خلکو سره به هم لیدنې کتنې وکړي.

تر دې څو ورځې وړاندې ولسمشر غني ننګرهار ته د دغه ولایت د امنیتي ارزونې او هلته د داعش ډلې د ماتې د اعلان لپاره تللی و.

ولسمشر په تېرو پنځو کلونو کې له ۸۰ زیات ولایتي سفرونه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *