تاند، چهارشنبه، د قوس ۶مه: افغان ځواکونو د هلمند په مارجه ولسوالۍ له دوه اوونیو راهیسې پیل کړیو عملیاتو کې د طالبانو ۴ کلنه محاصره ماته کړې او دا ډله یې شاته تمبولې ده.
د میوند قول اردو د لومړۍ لوا قومندان جنرال حکم خان وايي، طالبانو له څلورو کلونو راهیسې مارجې ته تللې لارې تړلې وې او اوس دوی له ګڼو سیمو څخه طالبان شاته کړي دي.
دغې ولسوالۍ ته به له څلورو کلونو راهیسې اکمالات د هوا له لارې کېدل خو ښاغلی حکم خان وايي، اوس دوی له طالبانو هغه سیمې نیولې دي چې پخوا یې مهم مرکزونه وو: (( په دغو عملیاتو کې تر اوسه ۲۷ طالبان وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي، له موږ سره هوايي مرسته هم شته.))
هغه سرتېري چې په دغو عملیاتو کې یې برخه اخیستې وايي، طالبانو په لویو لارو او د ملکیانو په کورونو کې ماینونه ښخ کړي دي او ځینې کورونه یې نړولي او مورچې یې په کې جوړې کړې دي.
هلمند هغه ولایت دی چې طالبان په کې زیاتې سیمې په لاس کې لري او د جګړې له پلوه هم د دغه ځای په وسله والو حساب کوي، خو افغان ځواکونه وايي، په دې وروستیو کې یې له طالبانو څخه ګڼې هغه سیمې نیولې دي چې له کلونو راهیسې یې تر ولکې لاندې وې.