تاند- د امریکا د پوځ یوه جګپوړي چارواکي نن وویل چې افغانستان له ۲۰۱۴ وروسته په خپله خاوره کې د امریکا اوناټو پوځیانو حضور ته اړتیا لري څو له دې لارې د خپلو پرمختیايي چارو لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې یقیني کړي.

د امریکا د ټولو قواوو ګډ لوی درستیز جنرال مارتین ډیمپسي په واشنګټن کې یوې غونډې ته، چې د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې له لوري ترتیب شوې وه، وویل، له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان د امریکايی پوځیانو له حضوره پرته افغانستان په ټولو برخو کې له مشکل سره مخامخ کېږي.

د جنرال دیمپسي په وینا په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو پاتې کېدا له دغه هیواد سره هغه پیسې تضمینوي چې مرستندویانو یې ژمنه کړې ده.

ده په عین حال کې وویل:«که د افغانستان امنیتي حالات (د بهرنیو پوځیانو د نه شتون په صورت کې) تر دې حده خراب شول چې له افغانستان سره د کال شپږ ملیارد ډالره مرسته ودرېده، هاله دا هیواد (حکومت) بقا ته دوام نه شي ورکولی.»

له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو د حضور مسله د دوه اړخیز امنیتي تړون په چوکاټ کې، چې د دواړو هیوادونو مشران پرې خبرې کوي، په وروستیو پړاوونو کې ده.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي پر دې مسلې مشورتي لویه جرګه رابللې او ټاکل شوې ده چې لویه جرګه د پنجشنبې له ورځې پر موضوع بحثونه پیل کړي.

3 thoughts on “د امریکا لوی درستیز: افغانستان له ۲۰۱۴ وروسته امریکايي پوځیانو ته اړتیا لري”
  1. We afghans have to compromise our national interest with this black mailing and pressuring security agreement with USA . Because their is many reason like war with fitna Taliban Pakistan interest , internally politically weakness , corruption , neighboures , and main is economy we can’t afford to support our milly urdo . This was the USA and NATO strategy to hang us to sighn this dirty agreement

  2. دافغانستان خلک اوافغان ملت نه دااوس امریکایی پوځیانو ته ضرورت لری اونه هم له ۲۰۱۴ کال نه وروسته بلکه رمونږ توکل په الله ده الله جل جلاله پیداکړی یو اوالله به موساتی په دی شرط چه خپل غیرت اوشهامت له لاسه ورنکړو اوپه پردیو قواوو باندی اتکا ونکړو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *