نولس کلنه زهره حسیني او ۱۶ کلنه مرضیه احمدي د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د لیلور کلي اوسیدونکې دي. دواړه د روان ۲۰۱۹م زیږدیز کال د نومبر میاشتې په ۱۹مه د لیلور ښوونځي او د لیګان د علمي سرچینو مرکز د پرانیستغونډې پرمهال ددغې ودانۍ جوړیدو ته ډېرې خوشحاله دي.
نولس کلنه زهره حسیني چې اوسمهال د نهم ټولګي زده کوونکې ده وايي: “زما لپاره هره ورځ زارین ښوونځي ته دوه ساعتونه پلی مزل سخت و، ځکه په اوړي که به هوا ډیره ګرمه او په مني کې هوا سخته یخه وي، نو دا د هر چا لپاره ګرانه وي ښوونځي ته او بیرته کورته بشپړ دوه ساعتونه مزل وکړي. له دې امله دا ښه وخت دی چې په خپل کلي کې د ښوونځي پرانیستل ولمانځو”.
د دغه ښوونځي د جوړولو چارې د ۲۰۱۸م کال د مۍ میاشتې په ۱۷مه نیټه پیل او د ۲۰۱۹م کال په نومبر میاشت کې پای ته ورسیدې. دغه ښوونځي ۸ ټولګي، دوه د سر ښوونکو خونې، دوه زیرمتونه، دوه جوړې تشنابونه، او د ۳۰۰ مترو په شاو او خوا کې احاطوي دیوال لري. له دغه ښوونځي څخه به څلور کلي؛ لیلور علیا، لیلور سفلی، قلندران او تابه خانه ګټه اخلي. پر دې سربیره به ۴۰۰ زده کوونکي په دوو پاڼیو کې په دغه نوي افتتاح شوي ښوونځي کې درس وايي. دغه راز د لګان د علمي سرچینو مرکز هم د یاد شوي بنسټ په مالي مرسته د سویډن کمیټې له خوا ودان شوی چې یو د ناستو خونه، یوه د کمپیوټر خونه، یو زیرمتون، یو د لابراتوار خونه لري.
شپاړس کلنه مرضیه احمدي چې د اتم ټولګي زده کوونکې ده په دې هکله وايي: “زما لپاره هم په اوړي او مني کې دا ډیره ګرانه وه چې یو نیم ساعت له یوې خوا او ټول د ورځې درې ساعتونه د یکاولنګ ولسوالۍ په بازار کې نایک ښوونځي ته لاړه شم او بیرته کور ته راشم، اوس ددې وخت دی چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې او دغه راز په ځانګړې توګه د اریکسن کورنۍ له بنسټ څخه مننه وکړم چې دوی دغه پروژه پلي او تمویل کړه، چې له مخې یې د لیلور کلي ښوونځي ته د نجونو د تګ لپاره آسانتیا را منځته شوه.”
د لیلور ښوونځي او د لیګان د علمي سرچینو د مرکز د پرانستې د مراسمو په ترڅ کې، د سویډن کمیټې د میدان وردګ دفتر مشر شفیع الله شریفي د سویډن کمیټې د لرلید، ماموریت او ارزښتونو په هکله د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړه، ښاغلي شریفي د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: “په واقعي توګه خوښ یم چې د داسې یوې مهمې پروژې په پرانیستغونډه کې ګډون کوم، ځکه چې دغه ډول پروژې زموږ د ټولنې د پرمختګ بنسټ جوړوي. اجازه راکړئ په لنډه توګه ووایم چې د سویډن کمیټه له ۳۶ کلونو څخه زیات وخت کیږي په افغانستان کې د خیر ښیګڼې فعالیتونه ترسره کوي، چې اوسمهال د سویډن کمیټه په ۱۴ ولایتونو کې د روغتیا، ښوونې او روزنې، د کلیوالي پراختیا او معلولیت پروګرامونه پلي کوي. د سویډن کمیټې د وردګ سیمه ایز دفتر په میدان وردګو او بامیان ولایتونو کې د روغتیا، ښوونې او روزنې او کلیوالي پراختیا پروګرامونه پلي کوي.”
د بامیان ولایت والي ښاغلي طاهر زهیر هم په دغه غونډه کې ګډون کړی و، ویې ویل: “زه د زړه له تله د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې څخه په بامیان ولایت کې د دوی د ښو کارونو ترسره کولو څخه مننه کوم. په تیرو څو کلونو کې زه د رغونې د ډیرو حیاتي پروژو چې د سویډن کمیټې پلي کړي دي، شاهد یم. زه بیا هم د زړه له تله د ټولو هغو کسانو چې د لیلور ښوونځي د ودانۍ او دغه راز د لیګان د علمي سرچینو د مرکز ودانۍ په جوړولو کې یې برخه درلوده، د زړه له تله مننه کوم”.