اختر د دین د ښکلا یوه ځلانده څېره او د اسلام له څلیو څخه یو ستر څلی دی، چې په دیني مفهوم کې د الله تعالی د ستر شکر ادا کولو څخه عبارت او د بشري ټولنې هوساینه او نیکمرغي په کې نغښتې ده. دا نېکمرغه ورځ د اسلامي ارزښتونو سره سره د انساني مفهوم له اړخه د خوشالیو او ټولنیزو اړیکو د ټینګښت په موخه یو تر ټولو ښه فرصت شمېرل کېږي. اخترونه په اسلامي نړۍ کې هر هېواد او په هېوادونو کې بیا هره سیمه او د هرې سیمې ولسونه یې په بېلابېلو ټولنیزو دودونو او رواجونو سره نماځي او دا ځانګړې ورځې بیا د خپل فرهنګي ښکلاګانو په سینګارولو سره لا ښکلې کوي.

د دودونو او رواجونو په اړه مې دا لنډه سریزه ځکه وړاندې کړه چې غواړم د خپلې سیمې (هلمند ولایت ولسوالۍ او کلي نوم) د یو هغه دود او رواج په اړه تاسې ته څه ولیکم، چې ځانته خورا زیاتې ټولنیزې ښکلاګانې لري.

دا دود او رواج د اختر کاسه ده!

د اختر کاسه هغه خواړه دي چې زموږ خویندې او میندې یې له نورو کیلوالو ښځو سره د سیالۍ په موخه پخوي او هره یوه بیا د دې خوړو پر پخولو او چمتو کولو کې ډېره خواري ځکه زغمي، چې دا کاسه دلومړي مقام د ګټلو لپاره دجومات د سیالۍ هغه دسترخوان ته وړاندې کېږي چې د کلي ټول نارینه اوسېدونکي د اختر له لمانځه وروسته دې خوړو ته بې صبرانه په تمه وي. 

زموږ د کلي او بانډې ښځې د اختر کاسه په خورا شوق، مینې او علاقې او په عین حال کې په ډېرې  خوارۍ او زغم دغه دود نمانځي او دا خواړه پخوي او موخه بیا هم هماغه ده، چې د کلي له نورو ښځو څخه باید پخلی او خواړه یې خوندور او مزه ناک وي. 

دا خواړه (اخترکاسه) بل داسې کوم ځانګړي خواړه او نوی شی نه دی، چې هېڅ کله هم په کورونو کې په ورځني ډول پاخه نه شي، بلکې دا هغه ساده  وریجي دي، چې میندې یې له نورو پخلیو ډېر پخېږي او د کور غړي په ځانګړي توګه ماشومان یې ډېر خوښوي. اوس به له تاسو سره دا پوښتنه پيدا شوي وي چې وریجې پخول نو څه زور، زغم او ډېره خواري غواړي؟! دا خو موږ هروخت پخوو او نسبتآ له نورو پخلیو یې ډېر هم پخوو! خو دا پخلی (اختر کاسه) زموږ له عادي وریجو پخولو سره ډېر توپیر لري. لومړی دا چې عادي او ساده وریجې موږ د خپل ځان یا د خپلې کورنۍ لپاره پخوو؛خو دا د اختر کاسه بیا د ټول کلي لپاره پخیږي. هره ښځه له اختره مخکې خپل خاوند، ورور، او زوی ته وايي، چې اوله سیله وریجې راوړي، چې د کلي تر ښځو زما کاسه سمه راشي او زه باید دا سیالي وګټم.

نو همدا ده، چې دوی وریجې په ډېر دقت سره دانه پر دانه پاکوي، شګې، خاشې او خرابي وریجې ورڅخه لرې غورځوي.

وریجې پاکې، صافې مینځي، چې کله پرېمینځل شوې، بیا یې په تړمو اوبو کې خیشتوي او یو څه مالګه هم پر دوړوي، چې وریجې، مالګه په هډ واخلي. دا چاره ځکه تر سره کوي، ځکه چې په  تړمو او تریو ( ترو) اوبو کې د وریجو دانه غوړېږي او غټېږي. دا وریجې په یو پراخ لوښي کې اچوي او سر یې تر پېشلمي پورې ورپټوي. کله چې د سهار اذان ته یو یا دوه ساعته پاتې وي، ښځې له خوبه راپورته کیږي او په خپل کار پیل کوي. دوی ښه غوړې ــ غوړې کوندې او دړې په دېګ پسې ږدي، تر څو د اختر کاسه سمه پرې پخه شي. د هرې ښځې هڅه او کوښښ دا دی، چې تر نورو یې کاسه سمه راشي او دا سیالۍ وګټي، نو ځکه ډېر احتیاط کوي. د هر چا په سرای کې پر دې نیمه شپه داسې حال وي، ته چې وا واده دی. اورونه بلیږي او د هرې ښځې پر نغري دیګونه پخیږي. دوی وریجې اېشولو اوبو ته وراچوي او چې، کله یې دانه پسته شوه صافوي یې، رنګ ورکوي او دموي یې. په کلیو کې تر ښار د اختر لمونځ وختي کیږي. نو دا وریجې تر هغه وخته پورې دم وي، کله چې لمونځ وشو. په کلي کې هرڅومره کورونه  چې وي، دوی هر یو خپل له کوره پخلی راوړي. او د جومات د انګر پر خور کړي دسترخوان یې ږدي، خو وریجې له نورو خوړو څخه ماورا دي، ځکه چې هغه ځانګړي خواړه دي. 

نارینه ګرده خواړه خوري؛ خو وریجو ته ډېر دقت کوي او په ډېر غور سره یې خوري، تر څو ښه کاسه په ګوته کړي. د هرچا وریجې چې نه ډېرې غوړې او نه هم ډیرې وچې، نه ډېرې پستې، نه ډېرې کلکې او نه شوړېدلې وي، رنګ یې سم وي، ښه خوشبويي ولري هغه نو تر ګردو کاسو سمه کاسه وي. او په جومات کې د هغې پخلی تر نورو غوره وي.  په جومات کې را ټول شوي د کلي نارینه بیا له خوړو ورسته وایي، چې د پلانکي مور، خور او مېرمن تر نورو ښه د اختر کاسه پخه کړې وه. په ټوله کې ګردو ښځو ته او بیا په ځانګړي ډول هغې ته، چې د اختر کاسه یې تر نورو غوره وه دعاوې کوي.

نو همدا ده چې هغه ښځه له نورو ښځو څخه دا لويه سیالي ګټي او په کلي کې د ښې اشپزې په نوم یادیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *