د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

تاند- (پنجشنبه، د قوس ۷) د امریکا د سمندري استخباراتو پخوانی افسر، چې پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له حملو وروسته یې پر افغانستان د اتومي بمونو د غورځولو وړاندیز کړی و، اوس د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د وسلو د کنټرول په چارو کې کار کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ دا خبره د دوو امریکايي چارواکو له قوله، چې له دې مسلې خبر دي، افشا کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وسلو د کنټرول د څانګې د لوی سلاکار په توګه د فرانک وکو پر دندې وروسته له دې انتقادونه وشول چې د ده پخوانۍ افراطي څرګندونې او نظریې مطرح شوې.

ده په خپلو څرګندونو کې دا ادعا هم کړې وه چې پخوانی ولسمشر بارک اوباما په امریکا کې نه دی زېږېدلی، د سي آی اې پخوانی رييس جان برینان مسلمان شوی، پخوانی لوی څارنوال ایریک هولډر د بلک پانترز ډلې غړی دی او د هیلري کلنټن سلاکاره هما عابدین له اخوان المسلمین سره اړیکې لري.

کله چې تېر کال سي این این تلویزیون د وکو په اړه دا څرګندونې خپرې کړې، ده هماغه مهال د امریکا د کورني امنیت په وزارت کې کار کاوه خو اوس نوموړی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وسلو د کنټرول د څانګې سلاکار دی.

واشنګټن پوسټ وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له څه ویلو دډه کوي.

ده د ۲۰۰۱ د سپټمبر له یوولسمې وروسته ویلي و چې پکار ده چې پر افغانستان څو نسبتاً کمزوري اتومي بمونه وغورځول شي څو نړۍ ته دا پیغام ورسول شي چې امریکا خپل غچ خورا سخت اخلي.

2 thoughts on “هغه امریکايي چې پر افغانستان یې د اتومي حملې وړاندیز کړی و، د وسلو د کنټرول سلاکار دی”
  1. فکر کووم فرانک وکو عقلی او عصبی مریض دی. د امریکا حکومت، بشردوستان او قانون جوړوونکی باید دغه سړی د لیونتون روغتون ته وروسپاری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *