تاند، پنجشنبه، د قوس ۷مه: د افغانستان د هوايي ځواک ۱۵ پيلوټان او ټرینر پیلوټان په کندهار کې د بلیک هاک یو ایچ ۶۰ ماډل څرخکو له زده کړې فارغ شول.

دغو ۱۵ افغان ځوانانو د کندهار په هوايي ډګر کې د بیلک هاک څرخکو د پرواز ۳ میاشتنی کورس بشپړ کړ.

په دغه ډله کې ۸ کسه پیلوټان، ۲ یې ټرینر پیلوټان او ۵ تنه د څرخکو له دروازې څخه انداخت کوونکي شامل دي چې د فراغت مراسمو ته یې کندهار د هوايي ځواکونو قومندان تورن جنرال عبدالرزاق شیرزی او ګڼ چارواکي ورغلي وو.

د پيلوټانو فراغت مراسموته جنرال شیرزي په خپله وینا کې ویلي، دغه نوي ځوانان به د افغان هوايي ځواک د لا پیاوړتیا سبب شي او د دښمن پټنځایونه به په اسانۍ په نښه کړای شي.

افغانستان له ۲۰۱۵ څخه راوروسته دخپلو هوايي ځواکونو په پیاوړتیا کار کوي چې تر دې دمه یې خپلې جنګي څرخکې او جنګي الوتکې له ۱۳۰ اړولي او پر نړیوالو ټینګار کوي چې په دې برخه کې یې هم باید د افغان ځواکونو تکیه پر نورو راکمه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *