تاند، پنجشنبه، د قوس ۷ مه: د امریکا د د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال مارک میلي وايي، په افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې د سوله ییز حل امکانات تر پخوا زیات شوي دي.
جنرال مارک د مرکزي قومندانۍ په دنده تر ګمارل کېدو یوه میاشت وروسته افغانستان ته تېره ورځ په سفر راغلی او له امریکايي رسنیو سره یې په خبرو کې ویلي چې د افغانستان په جګړه کې ژور ماموریت ته ورننوتی دی او دا امکانات زیات دي چې جګړه په مثبتو پایلو ختمه شي.
ښاغلي میلي زیاته کړې، د لږې ډېرې خوشالۍ خبره دا ده چې په ډېر لنډ وخت کې به مذاکرات بیرته پیل شي او دا به ډېر وخت ونه نیسي: (( موږ په تمه یوو چې د خپل کار مثبتې پایلې ووینو.))
دا په داسې حال کې ده چې طالب سرچینې هم وايي، چې تېره اوونۍ له خلیلزاد سره په دوحه کې درې ورځې ناستې شوې دي او تر ډیره د دې احتمال لیدل کېږي چې راتلونکې اوونۍ د مذاکراتو د بیا پيلیدو رسمي اعلان وشي.