تاند، پنجشنبه، د قوس ۷مه: په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم وايي، د طالبانو او امریکا تر منځ د مستقیمو مذاکراتو بیا پيل، افغاني خبرو ته لار خلاصولی شي چې ورسره به په دغه هېواد کې له اوږدې مودې راهیسې روان بحران پای ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو په اسامبله کې د افغانستان په اړه غونډې ته ښاغلي منیر زیاته کړې، کله چې د امریکا او طالبانو مذاکرات لغوه شول، پاکستان سمدستي د طالب مشرانو یوه غونډه راوبلله او د امریکايي پوهنتون د استادانو د راخوشې کولو په برخه کې یې هم له امریکا سره د پام وړ همکاري وکړه.

نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان د هڅو له کبله په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات بیا پيل شوي چې ورسره به د سولې د هوکړې یو نوی پړاو پيل شي: (( موږ له افغانستان سره نږدې اړیکې غواړو، هلته د سولې ملاتړ کوو خو په سوله کې باید دا خبره هم واضحه شي چې له دې وروسته به په افغانستان کې هیڅ ترهګره ډله فعالیت نه کوي.))

ښاغلي اکرم زیاته کړې، په افغانستان کې به د سولې په راتلو سره اقتصادي همکاریو، د چین یو کمربند یوې لارې او د پاکستان – کوریډور پروژو ته اسانتیاوې برابرې شي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی په داسې حال کې دا خبرې کوي، چې لا هم د افغان سولې په برخه کې پر پاکستان نیوکې دي چې صادقانه همکاري نه کوي.

تر دې وړاندې د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې په راپور کې راغلي وو چې پاکستان له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې په افغان مسئله کې دوه مخې لوبه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *