تاند، پنجنشبه، د قوس ۷مه: امنیتي چارواکي وايي، په سرپل ولایت کې د طالبانو یو موټر بم هدف ته تر رسېدو وړاندې په ملکي ساحه کې چاودنه کړې چې له کبله یې ۱۰ ملکي کورونه ویجاړ شوي او ۱۳ ملکیان یې ژوبل کړي دي.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو لخوا تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو غوښتل په دغه جیپ موټر بم د سرپل په مرکز کې مهم دولتي هدف په نښه کړي.
بلخوا طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.