تاند، پنجشنبه، د قوس ۷مه: طالبانو ویلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې او جرمني ځانګړو استازو تېره ورځ په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر له مرستیال عباس ستانکزي سره کتلي دي.

طالب ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټر پاڼه لیکي، ښاغلي رونالډ کوبیا او مارکس پوتزل له ښاغلي ستانکزي سره د افغان جګړې په مسالمت امېز حل او روانو مذاکراتو غږېدلي دي.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې تر دې یوه ورځ وړاندې هم د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا برادر په مشرۍ یو طالب پلاوی په ایران کې و.

طالب او امریکايي لوری د بیا ځلي مذاکراتو له پيل وړاندې د خوشبینۍ د فضا رامنځته کولو او اعتماد جوړولو په هڅه کې ښکاري.

خو اروپايي ټولنه بیا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو او راډیکال نظام په رامنځه کېدو اندېښمن دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *