تاند، پنجشنبه، د قوس ۷مه: په عامه او ستراتیژيکو چارو کې د ولسمشر لوی سلاکار وحید عمر وايي، افغان حکومت د بیجنګ د سولې په بین الافغاني ناسته کې د ګډون لپاره چمتو دی.
ښاغلي عمر نن غرمه د ملګرو ملتونو د شبه سازۍ په نوم یو کنفرانس ته په وینا کې وویل، افغان حکومت د چین حکومت ته د سولې په ناسته کې د خپلو ګډونوالو لیست استولی دی.
ټاکل شوې وه چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې ناسته تېره میاشت په بیجنګ کې شوې وای خو دا ناسته د ناڅرګندو دلایلو له مخې تر اوسه ځنډېدلې ده.
طالبانو د دې ځنډ علت دا ښودلی و چې د بیجنګ د غونډې پر اجنډا او د افغان حکومت په لیست جنجال دی، خو وحید عمر بیا نن لومړی هغه اوازې رد کړې چې ګواکې افغان حکومت د بیجنګ د سولې په ناسته کې ګډون نه کوي: (( بله دا چې موږ خپل لیست د چین حکومت ته استولی دی، موږ اوس د طالبانو د چمتووالي اعلان ته په تمه یوو.))
ښاغلي عمر همدا راز زیاته کړه، د هرې هغې سولې مالکیت چې د افغانستان د حکومت په لاس کې نه وي، پایداره سوله به نه وي.