تاند، پنجشنبه، د قوس ۷مه: د مالیې وزارت د ګمرکاتو معینیت د کابل په هوايي ډګر کې د سلګونه تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې او دغه اثار یې ملي موزیم ته لېږدولي دي.

د ګمرکاتو معین ولید تمیم نن په ملي موزیم کې یو خبري کنفرانس ته وویل، په وروستیو کې نږدې ۵۰۰ اثار د کابل په هوايي ډګر له قاچاق څخه راګرځول شوي دي.

 ښاغلی تمیم وايي، په دې اثارو کې بیلابېلې سکې، ګوتمۍ او لرګینې مجسمې شاملې وې چې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر کې خارج ته له تلونکو مساپرو او قاچاقبرو سره نیول شوي دي.

 په همدې حال کې د ملي موزیم رئیس فهیم رحیمي وايي، د ملي امنیت ځواکونو هم ۱۹ تاریخي اثار له قاچاق څخه ژغورلي او ملي موزیم ته یې تازه سپارلي دي.

 دغې غونډې ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین محمد رسول باوري هم په خپلو خبرو کې له هانګ کانګ څخه د افغانستان د یو قاچاقي اثر د راوړل یاده وکړه: (( دا د خوب په حالت کې د بودا یوه مجسمه ده، چې په ۱۹۹۳ کال د جګړې له کبله له افغانستانه ایستل شوې وه او موږ ته میاشت وړاندې په هانګ کانګ کې د چینايی لرغونپوهانو لخوا وسپارل شوه.))

 ښاغلی باوري وايي، په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانستان لسګونه قاچاق شوي تاریخي اثار هېواد ته راګرځول شوي، خو لا هم لسګونه زره افغاني تاریخي اثار په نورو هېوادونو کې ساتل کېږي: (( زموږ د داخلي جګړو په مهال له افغانستان څخه ۷۰ زره تاریخي اثار قاچاق شوي او له دې منځه راته د امریکا، جاپان، سویس او چین لخوا ډېر کم یې راستانه شوي دي.))

 افغانستان د خپل پنځه زره کلن تاریخي سفر له کبله بې شمېره تاریخي اثار لرل چې لا یې هم د کابل په موزیم کې له ۴۰ زرو زیات اثار  موجود دي خو ګڼ اثار یې د قاچاق له ګواښ سره مخامخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *