تاند، جمعه، د قوس ۸مه: د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت لپاره د طالبانو نظامي مسوول د افغان هوايي ځواکونو په برید کې وژل شوی دی.
د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش تاند ته وویل، قومندان نظر ګل تېره شپه د کاپیسا په اله سای ولسوالۍ کې په نښه شوی او له خپل یو ساتونکي سره وژل شوی دی.
د شورش په خبره قومندان نظرګل د پروان اصلي اوسېدونکی او د کاپیسا لپاره د طالبانو نظامي مسوول ټاکل شوی و.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو ګڼ شمېر قومندانان په شپنیو چاپو او هوايي بریدونو کې په نښه شوي او له منځه وړل شوي دي.