په لومړۍ نړیواله جګړه کې یوه سرتېري خپل مشر افسر ته داسي لیک لیکلی و:

محترم امر صیب! ما خپله وسله تر خاورو لاندې کړه،

نور به ونه جنګیږم او دا تصمیم زما د مرګ له ویرې نه دی او حتی زما د هغې مینې، چې له خپلې ښځې، یوه زوی او یوې لور سره یې لرم، هم نه دی.

که حقیقت یې راڅخه وپوښتئ، نو دا خبره درته ویلی شم چې

دا تصمیم مې هغه وخت ونیوه چې زموږ د دښمن یو سرتېری مې پخپلو لاسونو وواژه او د هغه جیبونه مې وپلټل نو یو عجیب شی مې ولیده.

له جیبونو یې یوه ټوټه کاغذ ګوتو رته راغی چې په وینو دا لیکل پرې شوي وه:

«پلارجانه! له هغې ورځې چې ته تللی یې او موږ دې یوازې پرې ایښي یوو، نو هر سهار له لمر راختلو تر لمر پریوتلو پورې دروازې ته ګورم او ستا راتګ ته انتظار یم.

په خدای قسم که داځل کور ته راغلې نو په غیږ کې دې کلک نیسم او اجازه نه درکوم چې بیا جنګ ته لاړ شې.

افسوس چې ما هغه نجلۍ هسې منتظره پریښوده …

هغه به تر څو نورو لمر لویدو پورې د پلار راتګ ته سترګې په لاره انتظار پاتې شي؟»

له جنګه نفرت پکار دی چې ماشومان د پلار له غیږې او محبت څخه بې برخې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *