تاند، شنبه، د قوس ۹مه: افغانستان د هند به ۳۹م نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ۲۱ هیوادونو له منځه د سرو زرو جایزه ترلاسه کړه.
دا جایزه په نندارتون کې د ګډون کوونکو هیوادونو د تشکیل شوې کمېټې په انتخاب افغانستان ته ورکول شې ده چې د ډیزاین، طراحۍ او د توکو د نندارچیانو د زیاتوالي په پام کې نیولو سره ورکول کېږي.
د هند د سوداګرۍ نړیوال نندارتون د نومبر له ۱۴مې تر ۲۸مې پورې روان او تېره ورځ یې اختتامیه مراسم وشول.
په دغه نندارتون کې یو افغاني شرکت له یو هندي شرکت سره د ۱۳ میلیونه ډالرو قرارداد هم لاسلیک کړ.
هند د افغانستان د بیا رغونې تر څنګ په اقتصادي بازار کې د لاسنیوي له پلوه لوی مرستندوی هیواد بلل کېږي.