تاند، یکشنبه، د قوس ۱۰مه: ۱۶۰ افغان ځوانان د ازبکستان په پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره دغه هېواد ته ورسېدل.

دغو افغان محصلینو ته ازبکستان ته په رسېدو افغانستان لپاره د ازبیکستان ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف ، د لوړو زده کړو او تخصصي خدماتو لپاره د ازبکستان مرستیال وزیر سروورک بوزروک خانوف او د نورو وزارتونو او دولتي ادارو نماینده ګانو ښه راغلاست ووایه.

دا ۱۶۰ افغان محصلین به په ازبکستان کې د ازبکي ژبې او ادب ، طبي علومو، د سیول انجینر ۍ او د سړک جوړونې په برخه کې پوهنتونونه ولولي.

د افغانستان حکومت په وار وار پر ګاونډیو هیوادونو غږ کړی چې د افغان ځوانانو لپاره تعلیمي بورسونه او اسانتیاوې برابرې کړي.

اوسمهال په هندوستان ، ایران او ترکیه کې د افغانستان ګڼ شمیر ځوانان روزنه ترلاسه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *