تاند، یکشنبه، د قوس ۱۰مه: افغان ځواکونو د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ له ۴ کالو وروسته د وسله والو طالبانو څخه پاکه کړه.

د ملي دفاع وزارت تیره شپه په یوه بیان کې وویل، دفاعي او امنیتي ځواکونو دوه اوونۍ وړاندې د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې چاڼیزو عملیات پیل کړي وو ، چې په پایله کې یې وسله وال طالبان له ۴ کلونو وروسته له دې ولسوالۍ پر شا وتمبول شول.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزې هم نن سهار تاند ته تایید کړه چې دا ولسوالي له طالبانو نیول شوې او په دې عملیاتو کې تېره شپه د طالبانو د نظامي قوماندان ملا عبدالباري په ګډون ۳۷ وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

په عملیاتو کې د طالبانو ۱۰۳ ماینونه او د چاودیدونکو توکو دوه انبارونه خنثی شوي او د سوق و ادارې ۶ مرکزونه یې تخریب شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو مارجه د دغې ډلې لپاره په ۲۰۰۹ کې تر ټولو مهمه ولسوالي وه چې په ۲۰۱۲ کې افغان حکومت لاندې کړه مګر دا ولسوالي څو کاله وروسته بیا د طالبانو لاسته ولویده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *