تاند، یکشنبه، د قوس ۱۰مه: طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، دا مهال د کابل د تېلو ۶۰ سلنه ټانکونه د ناڅاپي اور لګېدنې د مخنیوي هیڅ ډول وسایل نه لري.

 د دې وزارت د پالیسۍ او انسجام معین محمد قاسم حیدري نن یکشنبه په یو خبري کنفرانس کې وویل، د اورلګېدنې د کمېټې لخوا یې په دې وروستیو کې د کابل ۲۶۶ د تېلو ټانکونه سروې شوي دي چې له دې منځه یې یوازې ۴۰ سلنه د تېلو ټانکونه معیاري دي.

ښاغلي حیدري وویل، د وزارت ۲۰ کسیزې ډلې یې د کابل ښار دوه زره لوړ پوړې ودانۍ او سوداګریز مرکزونه هم سروې کړي دي چې ښيي د کابل سوداګریز مرکزونه هیڅ ډول د اور وژنې وسایل او تدابیر نلري: (( زموږ د اورلګېدنې د مخنیوي کمېټې په ټولو سوداګریزو مرکزونو او د تیلو د ټانکونو په خاوندانو خپل دستورالعمل ویشلی تر څو یې په جدي ډول عملي کړي او د پېښو مخنیوی وشي.))

  ښاغلی حیدري وايي، دوی د سروې په دویم پړاو کې ځینې سوداګریز مرکزونه او د تیلو ټانکونه د لایحې د نه عملي کولو له کبله نغدي جریمه کړي هم دي، خو په ویا یې که له دې وروسته هم چا سرغړونه وکړه څارنوالۍ ته به یې معرفي کړي: (( زموږ معلومات ښيي چې د اورلګېدنې زیاتې پېښې په ژمي کې  د ګازو او بریښنا له ناسمې استفادې څخه رامنځته کېږي، موږ د اورلګېدنې د پېښو د کمولو یوه طرحه ولسمشر ته استولې چې له منظورېدو وروسته به یې په جدیت عملي کړو.))

 دا په داسې حال کې ده چې په تېرو اتو کلونو کې د کابل ښار په زړه کې د اورلګېدنې لویې پېښې رامنځته شوې چې له دې جملې څخه د نادر پشتون واټ، احمدیار د تېلو ټانک پېښه، د اباسین ځدراڼ مارکیټ پېښه، د کابل منډوي د اورلګېدنې پېښه، د بوټانو د سرای پېښه او نورې د یادونې وړ دي او دغو پېښو میلیونونه ډالر تاوانونه سوداګرو ته اړولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *