تاند، دوشنبه، د قوس ۱۱مه: د ایراني رسنیو د ر اپور له مخې د دغه هېواد په حکومت ضد لاریونونو کې ۹ افغانان وژل شوي او ۱۲۱ نور د ایراني پولیسو لخوا نیول شوي دي.
راپورونه وايي، یو اتلس کلن افغان چې د ایران په کرج ښار کې له کوره په سودا پسې وتلی و، د ډزو ښکار شوی او وژل شوی دی، خو د نورو په اړه لا مشخصه نه ده چې ولې په دغو اعتراضونو کې دوی ته تلفات اوښتي یا هم افغانان نیول شوي دي؟
همدا راز افغان او ایراني حکومت هم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو هېره دې نه وي چې په ایران کې دا مهال له دوه میلیونو زیات افغان کډوال مېشت دي.
دغه هېواد له افغانانو څخه د فاطمیونو یو لښکر هم جوړ کړی و چې په عراق او سوریه کې يې د سنیانو او داعش ډلې پر ضد وجنګول مګراوس چې په دې هېواد کې پخپله د حکومت ضد لاریونونه پیل شوي، بیا هم ترې د افغانانو د مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شوي دي.